تازه خبرونه

له عربي متحده اماراتو څخه بلخ ولایت ته لومړۍ سوداګریزه الوتنه تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت له بیا رامنځته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له عربي متحده اماراتو څخه د بلخ ولایت هوايي ډګر ته د هوايي دهلیز له لارې الوتنه ترسره شوه.

 د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولینو ویلي، چې د بیات پاور شرکت ۱۶ ټنه برښنایي سوداګریز توکي له دوبۍ څخه مزارشریف ښار ته راولېږدول شول.

په دې اړه د مولانا جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک رييس عبدالله موحد ويلي: دا لومړى ځل دى، چې له دوبۍ څخه مزارشريف ته د هوايي دهلېز له لارې الوتنه کېږي. له سوداګرو سره خبرې اترې روانې دي او مونږ هیله لرو، چې دا دهلیز په راتلونکي کې هم فعال پاتې شي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د هوايي دهلېز پر پرانیستلو او د هوا له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد د عمومي بهیر پر پیل ټینګار کوي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي څرګنده کړې: د هوايي کارګو له لارې د سوداګريزو مالونو د لېږد په برخه کې ډېرې مهمې ستونزې شته.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د هوايي دهلېز له لارې جلغوزي او نور سوداګریز توکي د سیمې هېوادونو ته صادرېدل.

Trending

Exit mobile version