Connect with us

تازه خبرونه

له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار بندیز د افغانستان کورنۍ مسئله ده – اسلامي امارت

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي؛ ملګري ملتونه باید د نړیوال قانون او د غړیو هېوادونو له ژمنو سره سم د افغانستان د خپلواکۍ غوراویو ته درناوی وکړي، دا د افغانستان کورنۍ موضوع، چې بهرنیي هېوادونه نه‌اغېزمنوي.

د اسلامي امارت په اړوند اعلامیه کې راغلي: مونږ د افغان ښځو د ټولو حقونو د تامین لپاره ژمن یوو او ټینګار کوو، چې تنوع ته باید درناوی وشي او ( د نجونو د زده‌کړو او کار حق) سیاسي نه‌شي.

په دغه پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښځو د بندیزونو د ژر تر ژره د لغو کولو غوښتنه کړې او پر ټولو حکومتونو او سازمانونو یې غږ کړی، چې په دې اړه له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

په اسلامي امارت په اعلامیه کې د افغانستان د ځمکني بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي ته د ژمنتیا په ګډون د پرېکړه‌لیک له نورو برخو تود هرکلی شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: له جګړې وروسته د بیا رغونې لار؛ د ملګرو ملتونو له شرط پرته د افغانستان پر وړاندې د څو اړخیزو او یو اړخیزو بندیزونو لرې کولو او له دې هېواد سره بشري او پرمختیایي مرستو چمتو کولو ته اړتیا لري.

بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: په افغانستان کې اوسنی بشري ناورین انسانانو د اقتصادي محدودیتونو له کبه رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې د بشردوستانه مرستو ستاینه کیږي؛ حقیقت دا دی، چې دا روان بحران یوازې پر هېواد د محدودیتونو له لرې کولو او له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، اقتصادي، بېخبناوو او د خلکو د پرمختیایي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دې حقیقت ته په نغوته او اشاره کې ویلي، چې ښکېلتیا او تعامل یوازنۍ حقیقي لار ده.

هغه زیاته کړې: مونږ د افغانستان له ننګونو سره د مقابلې لپاره له ګاونډ هېوادونو، سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو سره همکارۍ ته چمتو یوو.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!