تازه خبرونه
له نړیوالې جنایي محکمې څخه د اسلامي امارت د مشر د نیولو غوښتنه قانوني اعتبارنلري – د بهرنیو چارو وزارت
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي په خبرپاڼه کې دا ټینګار هم شوی، چې دا محکمه باید هڅه ونکړي، چې د بشري حقونو خپل تعبیر پر نړۍ تحمیل کړي او د نورو ملتونو مذهبي او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.
د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د اسلامي امارت د مشر مولوي هبة الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر له غوښتنې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ دا هڅه “عادلانه او قانوني اعتبار” نلري، بلکې یوه غیر عدلانه او “سیاسي انګیزه” ده.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د شیخ هبة الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یو بې بنسټه تور وباله.
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي په خبرپاڼه کې دا ټینګار هم شوی، چې دا محکمه باید هڅه ونکړي، چې د بشري حقونو خپل تعبیر پر نړۍ تحمیل کړي او د نورو ملتونو مذهبي او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.
د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د رهبر او د “سترې محکمې” د رییس د نیولو د امر غوښتنې په ځواب کې وايي، چې د نړیوالې جنایي محکمې چلند دوه ګونی دی.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شیخ هبة الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه “هیڅ قانوني اساس نلري او غیر عادلانه ده” او دا غوښتنه سیاسي انګېزه لري.
د جرمونو نړیوالې محکمې یوه څارنوال د اسلامي امارت د رهبر او د اسلامي امارت د سترې محکمې د رییس د نیولو امر صادرولو غوښتنه کړې ده. محکمې یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې د اسلامي امارت دغه دوه مشران د بشریت پر ضد جومونو تورن بلل شوي دي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه “بې بنسټه” ګڼلي او په کلکه یې غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي؛ د نړیوالې جنایي محکمې لخوا په افغانستان کې د تېرو پیښو په اړه غفلت د دې ادارې اعتبار نور هم کمزوری کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو د نیولو امر په داسې وخت کې صادر کړی، چې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې افغانستان کې اوس سراسري امنیت ټینګ شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په دې مطبوعاتي خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې شخصي زندانونه تښتونې د جنګسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې تراژیدۍ او غیر انساني کړنې له منځه وړل شوي دي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
څار5 days agoڅار: د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې
