تازه خبرونه

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ دي او د کډوالو د ستونزو د هواري او باعزته ستنېدا لپاره درې اړخیزو او څلور اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

Published

on

 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکساندر ډي کرو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ دي او د کډوالو د ستونزو د هواري او باعزته ستنېدا لپاره درې اړخیزو او څلور اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

برهم صالح کابل ته د خپل سفر پر مهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر، سره د کتنې پرمهال ویلي، چې ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او هڅه کوي، چې افغانستان ته ډېرې بشري او پراختیايي مرستې راجلبې کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ډي کرو هم په دې کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې امنیت او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه مهمې لاسته راوړنې دي او نړۍوال باید د افغانانو د اقتصادي ودې او شته ظرفیتونو له پیاوړتیا ملاتړ وکړي.

په دې کتنه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارو په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستې کړې دي.

هغه زیاته کړې، د پرله‌پسې جګړو او نورو پېښو له کبله میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ شوي او د دې ستونزې د اساسي لاملونو له منځه وړل اړین دي.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز اتصال لپاره سترې پروژې پیل او سره له اقتصادي ستونزو، میلیونونو راستنو شویو او بې‌ځایه شویو افغانانو ته یې اړین خدمتونه وړاندې کړې دي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د مرستو د پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز اندونه وړاندې کړي دي.

Trending

Exit mobile version