تازه خبرونه
له پاکستان سره د استانبول خبرو ته د افغان پلاوي غړي معلوم شول
سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ د اسلامي امارت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د پلاوي مشر، د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رییس عبدالقهار بلخی، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین.
د ترکیې په استانبول کې له پاکستاني پلاوي سره د سولې خبرو ته د افغانستان پلاوي غړي اعلان شول.
سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ د اسلامي امارت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د پلاوي مشر، د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رییس عبدالقهار بلخی، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې به سبا (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) په استانبول کې ترسره شي.
ویل کیږي، چې په دې خبرو کې به د پاکستاني پلاوي مشري د آیاسآی رییس عاصم ملک وکړي؛ خو غړي یې تر دې دمه معلوم ندي.
د استانبول خبرې اترې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو حساس پړاو دی، چې له تاوتریخوالی، د فرضي کرښې دواړو لوریو ته بریدونو او متقابلو تورونو وروسته ترسره کیږي. اسلام آباد پر ځأونو ادعا کړې؛ په پاکستان کې د بریدونو مسوول هغه وسلوالې ډلې دي، د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي. اسلامي امارت تل دا تورونه رد کړي دي.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ د پخوانیو خبرو اترو په پایله کې د تاوتریخوالي او نښتو وروسته د قطر پر کوربتوب لنډمهاله اوربند رامنځته شو. تمه ده، چې د استانبول راتلونکې غونډه به د دې هڅو پر بنسټ جوړه شي، چې د اوږدمهاله امنیتي همکارۍ، د کرښې مدیریت او سیمهییز ثبات لپاره پر یوه چوکاټ تمرکز وکړي.
د شنونکو پر اند؛ دا خبرې کولی شي د کابل او اسلامآباد ترمنځ د شخړې کمولو لپاره یو مهم ګام وي، چې همکاري یې د سیمهییزې سولې او د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره حیاتي ده.