Connect with us

تازه خبرونه

له پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش

ګوټرش د سې‌شنبې پر ورځ په اسلام‌آباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان په تېرو څو لسیزو کې «خپلې دروازې د هغو میلیونونو افغانانو پر مخ پرانیستې وې» چې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې ول.

خپور شوی

د

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره مل ترسره شي.

ګوټرش د سې‌شنبې پر ورځ په اسلام‌آباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان په تېرو څو لسیزو کې «خپلې دروازې د هغو میلیونونو افغانانو پر مخ پرانیستې وې» چې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې ول.

هغه ویلي:« د دې هېواد خلکو هر هغه څه، چې له دوی سره ول؛ له هغو کسانو سره یې شریک کړل، چې د خوندیتوب او امنیت لپاره دلته راغلي وه.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، دې ټولنې له پاکستان سره د کډوالو د خوندیتوب د اصولو د مراعاتولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې او غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانانو ستنېدل په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت پر ساتلو ترسره شي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د هغه څه په اړه« ژوره اندېښنه» څرګنده کړې، چې نوموړی یې« د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې دوامداره ګټه اخیستنه» وبلله. هغه له ملګرو ملتونو له سرمنشي او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغو ننګونو د حل لپاره مرسته وکړي.

دغه راز د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري له ګوټرش سره په لیدنه کې ورته اندېښنه څرګنده کړې ده.

زرداري ویلي:« پاکستان اوس هم له هغو ډلو څخه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د هغو ترهګریزو نیابتي ډلو د بهرني ملاتړ په اړه مو شواهد هم شریک کړي، چې پاکستان یې پر نښه کوي.»

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې باید د پاکستان یا د بل هیڅ هېواد پر ضد کار وانخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د غیرمسوولو وسله‌والو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ستونزو مسوول نه‌دی.

تازه خبرونه

له افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د خلکو او سیمې پر ګټه ده- ذبیح‌الله مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.

Published

on

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي همکاریو ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د پړاوایز تعامل لپاره د لارې نقشې د بیاکتنې په ځواب کې د افغانستان او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.

هغه زیاته کړې:« دا ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، چې د افغانستان او هېوادونو ترمنځ تعامل ټینګ شي او دا اړیکې د افغانستان د خلکو او سیمې لپاره ګټورې دي.»

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې هېوادونه او ټولنې باید د افغانستان د عیني واقعیتونو له مثبتې ارزونې سره د دې هېواد د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پراختیا لپاره همکاري وکړي، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره په اړیکه کې وي او هر اړخیزې همکارۍ پراخې شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په جده کې د مقدماتي تخنیکي غونډې پر مهال له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د چوکاټ د تنظیم لپاره پر نقشه بحث او خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت او له واکمنو چارواکو سره د منظم تعامل، مستقیمو او رغنده خبرو اترو د رامنځته کولو پر لارو چارو بحث او اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایراني ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال ووژل شول

د حال‌وش د راپور له مخې؛ پېښه د جمعې پر ورځ د لړم پر نهه‌ویشتمه د سراوان د ګلګان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او د درې واړو قربانیانو پر سرونو ډزې شوې دي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲, ۱۴۰۵

 

د بشري حقونو«حال‌وش» بنسټ خبر ورکړی، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایراني پوځي ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال؛ د یوې ښځې او یو کم‌عمره ماشوم پرګډون وژل شوي دي.

د حال‌وش د راپور له مخې؛ پېښه د جمعې پر ورځ د لړم پر نهه‌ویشتمه د سراوان د ګلګان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او د درې واړو قربانیانو پر سرونو ډزې شوې دي.

حال‌وش د سرچینو او عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې له ډزو وروسته د دغو درې کسانو جسدونه پر ډبرو پټ شوي وه.

یو شمېر افغان کډوال، چې له دې لارې تېرېدل، دا جسدونه یې موندلي دي.

تر اوسه د قربانیانو هویت  معلوم نه‌دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.

Published

on

 

د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې د جدې ښار په مقدماتي تخنیکي غونډه کې له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د تنظیم لپاره د لارې نقشې پر جوړولو بحث او خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.

د اسلامي همکاریو ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دغه چوکاټ د افغانانو د ګټو د خوندي کولو او په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوی دی.

دغه راز په دې غونډه کې هغه لومړیتوبونه وڅېړل شول، چې د تماس ډله به پرې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د اړوند پرېکړه‌لیکونو د عملي کولو لپاره تمرکز کوي.

ګډونوالو له اسلامي امارت چارواکو سره د ګډو لومړیتوبونو په اړه مستقیمې او رغنده خبرو اترو پر ترسره کولو هم نظرونه وړاندې کړل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!