تازه خبرونه

له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو ته په ننګرهار او کندهار کې د اوسېدو ځایونه جوړيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۲)

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ويلي، له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د یوه کمپ د جوړولو چارې هم پیل کړې دي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه کمپ به د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې جوړ شي او په دغه کمپ کې به د کډوالو درملنه هم کېږي.

ډېري هغه افغان کډوال، چې له پاکستان څخه راستانه شوي او یا هم ایستل شوي؛ د تورخم له لارې هېواد ته راځي. له هغه وخته، چې سوړ موسم رارسېدلی؛ د مهاجرینو د ایستلو بهیر ورسره سم پیل شو، حکومت اړ دی، چې په تودو سیمو کې پناه ورکړي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په لعلپورې ولسوالۍ کې د دغو کډوالو لپاره د یوه کمپ د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د ننګرهار والي مرستیال سعیدالله بنوري ويلي: په دغه کمپ کې کار روان دی او له لرې پرتو ولایتونو څخه راغلي کډوال او یا هم هغه کسان، چې ځای نه‌لري د څو ورځو لپاره په دغه کمپ کې تر هغې اوسېدلی شي، چې خپلو ولایتونو ته یې د سنېدو شرایط برابر شي. په دې کمپ کې د مهاجرینو لپاره ټولې اسانتیاوې چمتو کیږي.

دغه راز د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ويلي، چې د دې ادارې ډلې د شپې له‌خوا مهاجرینو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیال عبدالله عزیزي وايي: د ورځې په اوږدو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکیو په ګډون ټول روغتیايي ډلې په تورخم کې شتون لري او د شپې له‌خوا څلور روغتیايي ډلې خلکو ته په غیر قضایي ډول خدمات وړاندې کوي.

د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي زیاتوي، چې هره ورځ له پاکستان څخه شاوخوا څلور زره کډوال هېواد ته راستنېږي.

له پاکستانه راستون شوی ګل احمد وايي: هغوی مونږ پر زور ایستلي یوو او په لاره کې پاکستانيو پولیسو له هر موټر څخه تر پېنځه زره پورې پیسې هم اخیستي او له افغانانو سره ډېر ظلمونه کېږي.

له پاکستان څخه راستون شوی سیلابزي ويلي: زما یو زوی اوس هم د پاکستان په زندان کې دی؛ زه هم ونیول شوم او ۸۶ زره کلدارې یې رانه واخیستې. له حکومت څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغانان ډېر بېوسه دي او له دوی سره دې مرسته وشي.

د ننګرهار د مهاجرینو ریاست څرګنده کړې؛ له هغه وخت راپدیخوا، چې د مهاجرینو د راستنیدو لړۍ مخ پر زیاتېدو ده، د ثبت او راجستر په بهیر کې یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د ننګرهار د مهاجرینو رییس باز محمد عبدالرحمن وايي: مونږ د کارکوونکیو شمېر ډېر کړی او هره ورځ څومره مهاجرین، چې راځي زمونږ له لوري راجستر کیږي او که د راستنیدونکیو شمېر زیات شي؛ نو بیا مو له همدې کبله دا کمپ جوړ کړی، چې دوی تر بېرته ستنېدو پورې په کې پاتې شي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ هغه کډوال، چې په افغانستان کې سرپناه نه‌لري د ځینو نړیوالو بنسټونو ملاتړ به هم تر لاسه کړي.

دغه راز د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ويلي، چې له پاکستان څخه د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره به د کندهار په سپین بولدک سیمه کې لنډمهالي استوګنځي هم جوړ شي.

د دغه وزارت چارسمبالي ويلي، چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو د پيل لپاره له کابل څخه يو پلاوى کندهار ته راغلى دى. یو شمېر هغه کسان، چې له پاکستان څخه راستانه شوي وايي، حکومت باید ژر تر ژره د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

له هغې وروسته، چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان وکړ؛ په افغانستان کې د خطر زنګ ووهل شو، ځکه د دغو کډوالو ډېري افغانان دي.

اوس، چې د دغه ضرب الاجل یوه ورځ پاتې ده؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې دغو کډوالو ته لږ تر لږه د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني ویلي: مونږ غواړو د مهاجرینو لپاره په ټولو ټاکل شویو ځایونو کې لنډمهالي کمپونه جوړ کړو، چې له تصفیې وروسته به بېرته خپلو دایمي استوګنځیو ته ولېږدول شي.

له پاکستان څخه یو شمېر راستانه شوي کډوال له حکومته غواړي، چې د کډوالو د ستنولو بهیر چټک کړي.

راز محمد، چې له پاکستان څخه راستون شوی وايي: له رارسېدو وروسته له مونږ سره هیڅ مرسته نه‌ده شوې او غواړو، چې مرسته راسره مرسته وشي.

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، په کندهار کې یې د کډوالو د ستونزو د اواري لپاره اسانتیاوې څو چنده زیاتې کړې دي.

که څه هم له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو اجباري ایستلو او شړلو ملي او نړیوال غبرګونونه پارولي دي او د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ابستلو بهیر باید ودرول شي؛ خو پاکستان د افغان مهاجرینو د شړلو په اړه پخپل دریځ ټینګار کوي.

Trending

Exit mobile version