تازه خبرونه
له چارواکو سره له اړیکو پرته افغانانو ته مرسته رسولی نشو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ بشري ادارو د قحطۍ او لوږې د مخنیوي لپاره څه نا څه مرستې وېشلي؛ خو دغه هېواد اقتصادي سقوط ته نږدې کیږي.
رویټرز څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په پرونۍ ناسته کې څرګنده کړې؛ د اقتصادي بحران د حل لپاره له اسلامي امارت سره، چې بیا واک ته رسېدلی؛ په ټولو برخو کې ورسره هراړخیزې همکاري اړینه ده.
ډیبرا لاینز په ډاګه کړې: مونږ پدې باور یوو، چې د افغان چارواکو له اړیکو پرته افغانانو ته مرسته رسولی نشو.
رویټرز راپور ورکړ، چې د اسلامي امارت چارواکو په کابل کې له بیا واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته هم ، چې ۲۰ کلنه جګړه یې د امریکا پر مشرۍ د وروستي سرتېري له وتلو سره پای ته رسولې؛ له نړیوالې رسمیت پېژندنې بې برخې پاتې دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ سربېره پر دې بسپنه ورکوونکیو ۷۰ سلنه مالي مرستې ودرول شوې او د افغانستان بانک شاوخوا ۹ میلیارډ ډالر شتمني هم ورسره کنګل شوه. د اسلامي امارت ډېري مشران او حکومت د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې پاتې دي.
رویټرز د هې د څرګندونو له مخې دا هم په ډاګه کړې، چې دغو کړنو د افغانستان اقتصادي سقوط ګړندی کړ، د نغدو پیسو کمښت، بېکاري او لوږه یې چټکه کړه؛ خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ، چې د ۳۹ میلیون وګړیو له نیمایي ډېر له لوږې سره مخ دي.
ډیبرا لاینز امنیت شورا ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارو او همکارانو یې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون افغانانو ته مرستې رسولې دي.
هغې زیاته کړې: مونږ باور لرو، چې د ژمي موسم پای ته رسېږي؛ ښايي د قحطۍ او پراخې لوږې د تر ټولو ناوړه وېرې مخنیوی وکړو.
لاینز زیاتوي؛ د نغدو پیسو بحران، پر نړیوالو تادیاتو او پر د افغانستان بانک محدودیتونو د لرې کولو لپاره باید بېړني ګامونه واخیستل شي.
هغې ویلي: شپږ میاشتې بې پریتوب، له پرلپسې بندیزونو سره روان وساتل شو. که څه هم لږ څه نامنظمه سیاسي ښکیلتیا وه. که دا حالت روان وساتل شي؛ د ټولنیزې او اقتصادي مبارزې حیاتي سیسټمونه له منځه وړي او خلک د نورو ناڅرګندتیاوو سره مخ کوي.
د نوموړې په اند؛ هغه څه، چې مونږ کړي یوازې د لږ وخت اخیستل یې نومولی شو.