Connect with us

تازه خبرونه

له چا بهار بندر څخه د گټې پورته کولو په اړه گډ كميسيون جوړیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-01-07-12h50m12s249افغان او ايراني چارواكي به ډېر ژر له چا بهار بندر څخه د استفادې د څرنگوالي په اړه يو گډ كميسيون جوړ کړي.

د افغانستان اجرائيه رييس ايران ته د درې ورځينې سفر په لړ كې د چاه بهار له بندر څخه هم ليدنه كړې، چې سمندر ته د افغانستان د لارې موندلو په برخه كې د شته ستونزو او فرصتونو په اړه له ايراني چارواكو خبرې وكړي.

اوس اړتيا ده، چې له دې بندر څخه د ډېرې گټې پورته کولو په موخه له هند او ايران سره دوه اړخيزې هوكړې لاسليك شي او د دواړو هېوادونو چارواكو هم ژمنه كړې،چې په دې اړه به ژر يو كميسيون جوړوي.

ښاغلي عبدالله په چاه بهار پوهنتون كې د وينا پرمهال دا بندر د افغانستان له پاره ارزښتناك وباله ټينگار يې وكړ، چې افغانستان په دې برخه كې پانگونې ته لیواله دى.

د ايران د سيستان او بلوچستان والي مهدي هاشمي هم ژمنه كوي؛ د افغانانو د پانگونې په موخه به آسانتياوې رامنځته كړي، چې د پانگونې له پاره وهڅيږي .

افغانستان د نيمروز ولايت له لارې له چاه بهار بندر سره نښلول كيږي او لار يې له دې مخكې جوړه شوې ده.

يو شمېر سوداگرو، چې په چاه بهار بندر كې پانگونه كړې له اجرائيه رييس سره په كتنه كې له ځينو ستونزو شكايت كوي.

چاه بهار بندر د پاكستان له لارې د افغانستان يوازنى بديل پېژندل كيږي، چې د سمندر له لارې يې د صادراتو او وارداتو له پاره وكاروي.

خبریال: حمید صدیقي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!