نړۍ

له چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده

په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جین‌پینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نه‌دي.

Published

on

چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر؛ سره له دې، چې د نړۍ د دوه لویو ځواکونو ترمنځ یې نسبي آرامه فضا رامنځته کړه، له کومو سترو اقتصادي هوکړو یا اړینو پرمختګونو پرته پای ته ورسېد.

په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جین‌پینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نه‌دي.

شنونکو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال له سختو سوداګریزو کړکېچونو او د امریکا له درندو تعرفو وروسته؛ دې لیدنې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نسبي ثبات راوستی دی.

ډونالډ ټرمپ په دې سفر کې له یو شمېر نومیالیو امریکایي سوداګرو(د ټسلا مشر ایلان ماسک او د انویډیا اجرائیوي مدیر جنسن هوانګ ) سره بېجینګ ته ولاړ؛ خو کومې سترې اقتصادي هوکړې رسمي اعلان نه‌شوې.

د راپورونو له مخې؛ دواړو لوریو د بوئینګ الوتکو د خرڅلاو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي، خو د تړونونو کچه له تمو لږ وه.

دې غونډې د ایران اړوند جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین ښکاره ژمنتیا ترلاسه نه‌کړه، چې نړیوال بازار او د ټرمپ داخلي محبوبیت یې اغېز کړی دی.

د چین چارواکو خبرې اترې «جوړوونکې او سټراټیژیکې» بللي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د اوږدمهاله سیالۍ په چوکاټ کې مدیریت کړي.

کارپوهانو ويلي؛ دې غونډې وښوده، چې واشنګټن او بېجینګ له پخوا ډېر د اوږدمهاله سیالۍ واقعیت منلی او بېرته پخوانۍ نږدې همکارۍ ته د ستنېدا شونتیا کمه شوې ده

Trending

Exit mobile version