سیمه ییز خبرونه
له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوى عامه پوهاوي ته اړتيا لري
د ولسي جرگې غړي د ښځو له حقونو د مدافع ټولنو ترمنځ د همغږۍ په نه موجوديت نيوكه كوي او زياتوي، چې د دغو بنسټونو د مسئوليت نه منونكي حالت له ښځو سره د تاوتريخوالي زياتېدو ته لاره پرانيستې ده.
په كابل كې په يوه غونډه كې دولتي چارواكي او كارپوهان را غونډ شوي وو، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي اصلي عوامل او په دغه برخه كې شوي پرمختگونه وڅېړي.
د ښځو له حقونو د دفاع ټولنو تر منځ د همغږۍ او د قوي مديريت نه موجوديت هغه لاملونه دي، چې د غوڼدې د گډونوالو په نظر له ښځو سره د تاوتريخوالي زياتوالي ته يې زمينه برابره كړې ده.
له بلې خوا له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي ځانگړې څارنوالۍ رئيسه قدسيه نيازۍ وايي:
دوى له ښځو سره د تاوتريخوالي له زرو ډېرې دوسيې څېړلي دي.
نيازۍ زياتوي، چې د دوى څېړنو ښودلې چې، فقر، بيكاري او اعتياد له ښځو سره د تاوتريخوالي عوامل دي.
همدارنگه د ښځو چارو وزارت مسلكي مرستياله سيده مژگان مصطفوي وايي:
له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوى او مبارزه ډېر وخت او عامه پوهاوي ته اړتيا لري.
دا غونډه د افغانو ښځو د شبكې، د ښځو له حقونو د مدافع ټولنو او مدني فعالانو له خوا جوړه شوې وه.
د غونډې په پاى كې ولسمشر ته پرانيستى ليك له ښځو سره د تاوتريخوالي پر زياتېدو او د عدلي او قضايي ارگانونو لخوا له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي د قانون پر نه عملي كېدو اندېښنه څرگنده كړه.