سوداگري
له کابل څخه امریتسر ته الوتنې به د هند او افغانستان اړیکې نورې هم پیاوړې کړي
د نوموړي د څرګندونو له مخې: “دا تر ټولو لوی بدلون او پرمختګ دی، چې امیر خان متقي او د هند حکومت د کابل او امریتسر ترمنځ د الوتنو پیلولو هوکړه کړې ده.”
د هند پارلمان غړی ویکرم جیټ سینګهـ سهني ویلي؛ افغانستان او هند هوکړه کړې، چې له امریتسر څخه کابل ته مستقیمې سوداګریزې الوتنې پیل کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: “دا تر ټولو لوی بدلون او پرمختګ دی، چې امیر خان متقي او د هند حکومت د کابل او امریتسر ترمنځ د الوتنو پیلولو هوکړه کړې ده.”
سهني زیاته کړې؛ پاکستان تل د اټاري-واګه ځمکنۍ لار بندوي، چې له دې سره افغان سوداګر خپل توکي هندي بازارونو ته رسولی نشي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې هوايي دهلیز له پیل سره به افغان توکي د هوا له لارې هندي بازارونو ته ورسیږي.
