Connect with us

تازه خبرونه

له کورنیو سرچینو څخه د برښنا د تولید لپاره پېنځه کلن پلان لرو – اسلامي امارت

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۵, ۱۴۰۲

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند څرګنده کړې؛ په هېواد کې د برښنایي ستونزو د حل لپاره د برښنا تولید پروژې مو کاري لومړیتوبونه دي.

د دغه وزارت وياند قاري مطيع الله ويلي؛  د سروبي دوه‌یم برښنا بند او “باغ دره” نومی بند جوړول هم د دغه وزارت په پېنځه کلن پلان کې د پاملرنې وړ دي.

د دغه وزارت وياند قاري مطيع الله وايي، د سروبي د دوه‌يم بند د سروې او نقشې چارې بشپړې شوې دي.

قاري مطیع الله څرګندوي؛ د سروبي د دوه‌یم بند ټول لګښت ۳۰۰ میلیون دالره اټکل شوی دی. د برښنا د تولید وړتیا ۱۸۰ میګاواته ده. مونږ له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید لپاره پېنځه کلن پلان لرو، چې په کې د باغ دره د اوبو بند، د سروبي دوه‌یم بند او د نغلو لمریزې برښنا پروژې لومړیتوب لري.

د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې د انرژۍ له تولید پرته په هېواد کې اقتصادي وده ناشونې ده او د اوبو او برښنا وزارت باید په هېواد کې د برښنا د تولید د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی وايي: انرژي او برښنا د صنعت، تولید، سوداګرۍ، کرنې مهمه ستنه ده او اوس هم زمونږ په عادي ژوند کې له انرژۍ پرته د هېواد آبادي رامنځته کېدی نه‌شي.

د دې ترڅنګ د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې په هېواد کې د برښنا د تولیدي بندونو له جوړېدو سره به افغانستان د انرژۍ په تولید کې پر ځان بسیا او له ګاونډ هېوادونو څخه د برښنا د پېرلو له اړتیا خلاص شي.

تازه خبرونه

افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قطر د رأس لفان په صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز د پروسس په مرکز کې د شوې چاودنې له کبله، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ او ‌ژوبله اوښتې، له قطر سره خواخوږي ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قطر له دولت او ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Published

on

 

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

Published

on

 

بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربه‌توب کوي.

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سې‌شنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.

ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.

اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.

د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه‌لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!