سوداگري
له ۱۰ زره ډېر سوداګر له افغانستان سره د پاکستان په تړلو لارو کې بند پاتې دي
د راپور له مخې، له ۱۰ زره څخه زیات پاکستاني او افغان سوداګر له خپلو ټرانزیټي مالونو سره یو ځای د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، چې له کبله یې دوی ته د میلیارډونو پاکستانیو روپیو زیان اوښتی دی.
پاکستانۍ ورځپاڼې «دی اکسپرس ټریبیون» راپور ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مهمو لارو اوږدمهاله تړل کېدا، چې په کې غلامخان، سپینبولډک، خرلاچي او تورخم شامل دي؛ د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اړولي دي.
د راپور له مخې، له ۱۰ زره څخه زیات پاکستاني او افغان سوداګر له خپلو ټرانزیټي مالونو سره یو ځای د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، چې له کبله یې دوی ته د میلیارډونو پاکستانیو روپیو زیان اوښتی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې (SCCI) رییس جنید الطاف ویلي، چې د افغانستان او د مرکزي آسیا جمهوریتونو له ۱۱ زره څخه تر ۱۲ زره پورې ټرانزیټي کانټینرونه د لارو د تړل کېدا له کبله د کراچۍ په بندر کې درېدلي دي. همدارنګه زرګونه صادراتي او وارداتي لارۍ په دغو لارو کې ولاړې دي، چې خرابېدونکي توکي په کې د خوسا کېدا په حال کې دي او د سوداګرو مالي زیانونه یې نور هم زیات کړي دي.
الطاف خبرداری ورکړی، چې «د کانټینرونو د ځای پر ځای کولو له کبله سوداګر هره ورځ د پارکینګ او ځنډ درندې جریمې ورکوي او د لارو تړل کېدا د ټرانزیټ، بندري خدماتو، ټرانسپورټ او لوژسټیک بهیر پرټپه درولی دی.»
نوموړي زیاته کړې، چې دې وضعیت نه یوازې ملي صادرات سخت اغېزمن کړي، بلکې بېکاري یې زیاته کړې او پر سوداګرو یې سخت مالي فشار راوستی دی.
سوداگري
د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ خنډونه باید له منځه یووړل شي – پزشکیان
د ایران د کابینې په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ د زمري پر اتهویشتمه د پزشکیان پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ افغانستان ته د ایران د کرنې وزیر د سفر راپور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو وضعیت وڅېړل شو.
سوداگري
په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزول شول – په کویټ کې د افغانستان سفارت
په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.
په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست محمد شفیق خطیب له عیج خلف، د کویټ له یوه نوموتي پانګهوال او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګهوالو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.
دواړو لوریو همدارنګه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او کویټ ترمنځ د پانګونې په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سفارت سرپرست له کویټي سوداګرو او پانګهوالو غوښتي، چې افغانستان ته په سفر کولو سره د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې شته فرصتونه له نږدې وڅېړي او په دې برخو کې پانګونه وکړي.
سوداگري
افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر نویو لارو خبرې وکړې
دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخهوال ول.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د سرخاندریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې وکړې.
دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخهوال ول.
نورالدین عزیزي په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا نوي پړاو ته داخل شوی او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل سفرونه، سوداګریزې غونډې او د خصوصي سکټور ترمنځ هوکړې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابروي.
عزیزي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو او د سیمې د نښلونې او د ختیځې، منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نویو سوداګریزو ځنځیرونو په رامنځته کولو کې مهم هېواد وباله.
هغه د افغانستان صادراتو ته د چین بازار د ډېرو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د ازبکستان له سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو څخه پر ګټې اخیستنې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو د بازارونو له لارې باید د افغانستان صادراتي توکو ته د لېږد زمینه برابره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ افغانستان د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشینسازۍ، تولید او اقتصادي بېخبناوو په برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو د پانګونې لپاره چمتو دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اومه توکو پروسس او ګډې پانګونې کولی شي د سیمې هېوادونو ته د اوږدمهاله او متقابلو ګټو زمینه برابره کړي.
دغه راز د بلخ والي محمد یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ښو او دوستانه اړیکو سربېره په بلخ کې د پانګونې پر فرصتونو او د سراسري امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.
د غونډې په څنډه کې نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو له نندارتونه هم لیدنه وکړه.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي
-
نړۍ5 days agoپه انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایراني پیلوټان مو نهدي نیولي؛ د یوه هغه مړی موندل شوی دی- قطر
-
تازه خبرونه3 days agoجمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه درواز کې یوه ښځه د«مخربو او فرصتطلبو کسانو» پر ډزو وژل شوې
-
لوبی3 days agoدروېش رسولي د آسیايي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو
-
تازه خبرونه4 days agoد تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو ۷۲۴ موټر راولېږدېدل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days agoد امریکا منځنی لویدیځه برخه مرګونو توپانونو او بېسارو سېلابونو وځپله
