سیمه ییز خبرونه
له ۲۰۱۴ كال وروسته به د افغانستان د خلكو په ژوند كې مثبت بدلونونه رامنځته شي
ولسمشر حامد كرزى وايي، له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته د بهرنيو ځواكونو په وتلو سره د افغانستان امنيتي وضعيت نه خرابېږي، بلكې د خلكو په ژوند كې به مثبت بدلونونه رامنځته شي.
له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته له افغانستان څخه بهرنيو ځواكونو په وتلو سره د امنيتي وضعې په اړوند اندېښنې ورځ تر بلې زېاتېږي.
ولسمشر كرزي په كابل كې د افغان سفيرانو او جنرال كونسلانو په كلنۍ ناسته كې ډاډ وركړ، چې له افغان څخه بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته به نيمگرتياوې رامنځته نشي بلكې د افغان ولس وضعيت به نور هم ښه شي.
ښاغلي كرزي وايي، چې افغانستان غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې ولري ان له هغو هېوادونو سره هم د ښو اړيكو غوښتونكۍ دۍ، چې په خپلو كې رقابتونه لري.
افغان ولسمشر حامد كرزى له گاونډي هېواد پاكستان څخه غواړي، چې د ښو اړيكو د ساتلو لپاره عملي گامونه پورته كړي.
ولسمشر كرزي له افغان سفيرانو او ډيپلوماټانو وغوښتل، چې د هېواد تاريخي هوېت نړۍ ته په ډاگه كړي او د كورنيو مخالفتونو په باب بې طرفه اووسي.
ټاكل شوې افغان ولسمشر حامد كرزى له خپل امريكايي سيال سره د ليدنې په موخه دغه هېواد ته سفر وكړي.
ښاغلي كرزي زياته كړه، چې يو شمېر هېوادونه غواړي له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته هم په افغانستان كې پوځي حضور ته دوام وركړي، خو ټينگار كوي، چې دوى به په راتلونكې كې د افغانستان د ملي گټو په پام كې نيولو سره گامونه پورته كوي.
د افغان سفيرانو او جنرال كونسلانو ناسته به پنځه ورځې دوام ومومي او پكې به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې مېشت افغان ديپلوماتانو د افغانستان د بهرني سياست پر څرنگوالي او د لا ښه كولو پر سر خبرې وكړي.