نړۍ
له ۵۰ سلنې ډېر ډیموکراټان له جو بایډن څخه د ټاکنیز نوماند په توګه ملاتړ نکوي
(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۰)
د یوې نوې اندپوښتنې له مخې؛ له ۵۰ سلنې ډېر ډیموکرټان نه غواړي، چې جوبایدن دې د امریکا د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره نوماند شي.
د دغې اندپوښتنې له مخې؛ ۵۱ سلنه ډیموکراټانو ویلي، چې دوی د ولسمشرۍ د نوماند په توګه د جوبایدن ملاتړ نکوي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې د جمهوري غوښتونکیو ۵۰ سلنه رای ورکوونکي غواړي، چې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه بیا د ډونالډ ټرمپ ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایدن ویلي، چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ټاکنو کې به ځان بیا نوماند کړي.
هغه څرګندوي: که زه د اوس په څير روغ وم؛ نو له شک پرته به په ټاکنو کې برخه اخلم.