تازه خبرونه

لویدیځ باید په افغانستان کې له سترې لوبې ډډه وکړي – د م.م پخوانی چارواکی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي، چې لویدیځ باید په افغانستان کې د سترې لوبې له سیاسته لاس واخلي او د دې هېواد خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخواني مرستیال مارک مالوک براون په یوه لیکنه کې، چې د سې شنبې پر ورځ بریتانوي ورځپاڼې فایننشال تایمز خپره کړې؛ څرګندوي، چې شاوخوا ۲۸.۸ میلیون افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې دا شمېر۱۸.۴ میلیون خلک ول.

هغه زیاته کړې، چې ښځې او نجونې د کار او تعلیم د محدودیتونو په ګډون د بې‌وزلۍ او لوږې له پراخو بحرانونو څخه، چې دوی ته تر ټولو ډېر زیان رسوي؛ زیانمنې شوې دي.

د نوموړي د ټینګار له مخې: افغانستان یو ځل بیا منزوي شوی؛ له دیپلوماتیکې پېژندنې بې برخې دی، مرستو کمې شوي، له بندیزونو سره مخ او شتمنۍ یې کنګل دي. په امریکا او برتانیا کې ډېري غواړي، چې په دې هېواد (افغانستان) کې د خپلو سیاستونو پر ناکامیو خولې وګنډي.

هغه په ډاګه کړې؛ د افغانستان انزوا د جیو پولیتیک او سیمه‌ییزو سیالیو د اوږدې دورې یوه برخه ده، چې پر پرله‌پسې توګه د افغانانو په لومړیتوب کې پاتې راغلي دي.

د براون د څرګندونو له مخې: که دا د نیابتي جګړې پالیسي وي یا غفلت، یرغل یا ملاتړ، د حضور زیاتېدل یا کمول وي؛ خو بهرنیانو پر پرله پسې بڼه د افغانستان خلکو ته داسې زیان او تاوان رسولی، چې د دې تراژیدۍ راتلونکي پړاو ته پر لار اوارولو پای ته رسېدلی.

هغه ښیي، چې د افغانستان عامو خلکو ته لومړیتوب ورکول؛ له واکمن رژیم سره اړیکو ته اړتیا لري، ان که دا د امتیازاتو د بښلو پر معنا هم وي.

هغه زیاته کړې، چې له غربي قدرتونو، ګاونډیانو، اسلامي امارت او مدني ټولنې څخه جوړې شوې یوې ډلې ته اړتیا ده، چې هغه له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره یوه انساني ستراتیژي جوړه او په ځانګړي توګه ښځو او نجونو ته د مرستو د بهیر پر ښه والی، رڼښت او د اوبو لګولو په برخو کې پانګونه وهڅوي.

هغه څرګندوي؛ د اړیکو دا ډله کولی شي د ټول‌شموله حکومتدارۍ د رامنځته کولو لپاره د اسلامي امارت له ساحې بهر لوبغاړیو سره خبرې وکړي.

براون دا ټینګار هم کړی، چې ټولې خواوې د افغانستان د سقوط په مخنیوي کې خپلې اړینې ګټې لري. هغه زیاته کړې: قحطي، د حکومت ناکامي او ان په افغانستان کې نوې شخړې به په پاکستان او سیمه کې  د بې ثباتۍ او له هېواده د زیاتو کډوالو د تېښتې لامل شي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې: دا کار لویدیځ او نور مشران له یوه ساده غوراوي سره مخ کوي؛ د سترې لوبې پالیسي ترسره کړي او یا که یو ځل د افغانستان خلکو ته لومړیتوب ورکړي. د سترې لوبې سیاست مونږ له تېرو ۳۰ کلونو راپدیخوا هغه ځای ته رسولي یوو، چې په کې یوو؛ ځکه، نو یوه نوې کړنلاره له ډېره وخته ځنډول شوې ده.

Trending

Exit mobile version