لوبی
لکنو او پنجاب په خپلو اړوند سیالیو کې له بریاوو برخمن شول
د لکنو سوپر جایانتز د شنبې پر ورځ په لکنو کې د هند رتنا شري اتل بهاري واجپای ایکانا کرکټ لوبغالي کې د اړوند لیګ په درېیمه لوبه کې دیلي کیپیتلز ته پر ۵۰ منډو ماتې ورکړه.
کایل مایرز د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې پر ۳۸ توپونو ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او مارک وود په توپ اچونه کې د ۵/۱۴ منډو پر جوړولو د ایل ایس جی لوبډلې ته پر ۵۰ منډو ماتې ورکړه.
د ۱۹۴ منډو د څارلو لپاره دیوید وارنر او پریتوی شاو په لومړي څلور آورونو کې ۴۰ منډې جوړې کړې.
د لوبې پچه د دیلي کپیتلز لوبډلمشر دیوید وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
دوهیمه لوبه: PBKS د KKRپر وړاندې:
پنجاب کینګز د شنبې پر ورځ په موهالي کې د پنجاب کرکت ایسوسی ایشن IS بندرا لوغالي کې د تاتا IPL په دوهیمه لوبه کې کلکته نایت رایدرز ته پر ۷ منډو (د DLS میتود له لارې) ماتې ورکړه.
PBKS لوبه که څه هم له بارانه اغېزمنه شوې وه؛ د DLS میتود له لارې پر۷ منډو وګټله.
د یادونې ده، چې د آریانا او آریانا نیوز تلویزیونوني شبکې په خپلو اوبپاڼو کې ټولې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي او د لیدلو لپاره یې دا تړاو کېکاږئ:
Ariana Television Network is streaming all matches live on its digital platforms. For fans, CLICK HERE to stream today’s matches live.
لوبی
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
د افغانستان اتلانو لیګ په نهمه سیالۍ کې د چارشنبې پر ورځ ( د غویی پېنځمه) اټکانرژۍ افسي لوبډلې سرخپوشانخوافي ته یو د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
حسیب احدي د اټکانرژۍ غوره لوبغاړی شو او د لوبډلې لپاره یې ګټونکی ګول وواهه.
دغه راز د دې سیالیو په لسمې لوبه کې استتقلال کابل بریالی شو، چې موج ساحل ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې شاداب ملکزاده غوره لوبغاړی ونومول شو.
د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی شپږمه ) یوه نیمه بجه د افغانستان اتلانو لیګ د درېیم پړاو په یوولسمه سیالۍ کې خدیم افسي د میوند افسي پر وړاندې لوبیږي او دغه راز په همدې ورځ درې نیمې بجې د دې سیالیو دولسمه لوبه د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو تر منځ پیلیږي.
د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په اوومه لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب لوبډلې ته ۶ د صفر پر توبیر ماتې ورکړه.
د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې د افغانستان اتلانو لیګ اتمه لوبه عینو مېنې وګټله او سرسبز یاشلر افسي ته یې ۴ پر صفر ماتې ورکړه.
د ابو مسلم فراه له لوري سهراب افغان درې ګولونه، امان الله سرداري دوه ګولونه او احمد خالد مجیدي یو ګول ترسره او د ډګر اتلان شول.
سهراب افغان د افغانستان اتلانو لیګ لومړنی لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې یې درې ګولونه ووهل او د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
هغه له لوبې وروسته څرګنده کړه: لوبه ښه وه او ما د لوبډلې د غړیو پر همغږۍ درې ګولونه سیالې لوبډلې ته ورکړل.
د ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د ۸ ګولونو پر وهلو د لښتیلیک یا جدول په سر کې ده.
عینو مېنه د اووه ګولونو پر ترسره کولو دوهیم مقام لري.
آهن الله درمان د سرسبز یاشلر افسي لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړ.
درمان د جام له خپلولو وروسته ویلي؛ خوښ یم، چې د عینو مېنې په لوبډله کې د کندهار د خلکو استازیتوب کوم او خپلو خلکو ته خوښۍ راوړم او دا بریا او جایزه د کندهار ټولو ولسونو په ځانګړي توګه خپلې کورنۍ ته وړاندې کوم.
د عینو مېنې لوبډلې له لوري آهن الله درمان ۲ ګولونه وهلي؛ احمد نبي مقدس او رامین حمیدي یو ـ یو ګول وهلی دی.
د سرسبز یاشلر افسي لوبډلې مشر روزونکي د لوبډلې پر ماتې خواشیني څرګنده کړې او وایي، چې د لوبډلې د ماتې لامل د تجربه لرونکیو لوبغاړو نشتوالی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ هیله ده، چې په راتلونکیو سیالیو کې یې لوبډله ښه وځلیږي.
د چارشنبې په سیالۍ کې، چې د غرمي پر ۱:۰۰ پیلیږي؛ سرخ پوشان خوافي به له اټک انرژي افسي سره لوبه وکړي. په داسې حال کې، چې استقلال کابل افسي به له غرمې وروسته ۳:۳۰ له موج ساحل افسي سره نهمه لوبه ترسره کړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځمه لوبه کې د موج ساحل لوبغاړي شاه نصیر نوري جوانان واحدي لوبډلې ته د ډګر له نیمایي څخه پخپل زړهراکښونکې ګول یو د صفر پر توپیر بریا خپله کړه.
د دغو سیالیو په شپږمه لوبه کې، چې پر همدې ورځ ترسره شوه؛ میوند لوبډلې عد الت فراه ته ۲ پر ۱ماتې ورکړه.
د لوبې لومړی ګول د عدالت فراه له لوري عبدالعلي واحدي په شپږدېرشمه دقیقه کې ترسره کړ؛ خو د میوند لوبډلې رحیم الله د لوبې د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې لوبه مساوي کړه.
عبدالرحمن محمدي د لوبې په دوهیمه نیمایي کې ګټونکی ګول ترسره کړ او لوبډلې ته یې د ډګر بریا ورپر برخه کړه.
نن سې شنبه ( د غویي څلورمه ) غرمه مهال یوه بجه به ابو مسلم فراه له خراسان فاریاب سره او له غرمې وروسته درې نیمې بجې به سرسبز یاشلر د عینو مېنې پر وړاندې لوبه وکړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ