لوبی

لیونل میسي او ارجنتاین د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام پایلوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۱)

ارجنتاین د یکشنبې پر ورځ د سپورت په تاریخ کې ترټولو ولوله ییزه سیالۍ کې فرانسې ته د پینالتي پر ګوزار ماتې ورکړه او د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام یې خپل کړ.

په اضافي وخت کې له ۳ـ۳ مساوي وروسته؛ ارجنتاین پایلوبه ۴ـ ۲ د پینالتۍ پر ګوزارونو وګټله.

د ارجنټاين لیونل ميسي د پایلوبې غوره لوبغاړی شو؛ خو د سرو زرو بوټ د فرانسې کیليان ایمباپي ته ورکړ شو. نوموړي په نړیوال جام کې ټول اته ګولونه کړي او ميسي اووه.

غوره ګول ساتونکی د ارجنتاين ايمي مارتينیز شو او د ارجنتاين اینزو فرنندیز د سږني نړيوال جام غوره ځوان لوبغاړی ونومول شو.

میسي له ۱۹۸۶ ز. کال راپدیخوا ارجنتاین لومړۍ بریا او په ټولیزه توګه درېیمې بریا ته ورساوه.

ارجنتاین له نیمه وخت څخه مخکې دوه ګولونه کړي وه؛ یو میسي او بل د آنخل دی ماریا لخوا ترسره شوي دي.

لوبه له ۴۵ دقیقه یي دوه لوبو وروسته په اضافي وخت کې پای ته ورسېده او دواړه لوبډلې ۲-۲ مساوي شول.

میسي په اضافي وخت کې د ارجنتاین بریا بېرته ترلاسه کړه؛ په ۱۰۸ دقیقه کې یې یو ګول وواهه، چې بیا په ۱۱۸ دقیقه کې ایمباپي Mbappe هم ګول وواهه او پایلوبه مساوي شوه.

د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام پایلوبه په سپورتي ډګر کې یوه له سترو او بډایو سیالیو څخه ده، چې ګټونکی ارجنتاین به دې بریا سره ۴۲ میلیون دالر کور ته ولېږدوي.

د یادونې ده، چې ارجنتاین او فرانسې دواړو دوه دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی.

Trending

Exit mobile version