سوداگري
مالیې وزارت د مېوو او سابو د لېږد فورم لغو کړ
د مالیې وزارت مسوو لینو خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ د هېواد ټولو ګمرکونو ته امر کړی، چې پر مېوو، سابو او ټولو ژر خرابېدونکیو توکو د لېږد فورم لغو کړي.
د ماليي وزارت څرګنده کړې؛ له یوې خوانه ټولو ګمرکونو ته امر شوی، چې د تازه میوې په ګډون پر ټولو ژر خرابېدونکیو توکو د انتقال د فورم بهیر لغو کړی.
د ماليي وزات ويلي؛ د انتفال د فورم د ترلاسه کولو له کبله په تېر کې د خصوصي سکتور اموال کله نا کله له ځنډ سره مخ کېدل، چې دا کار به یې د توکو د ورستېدو او خرابېدو لامل شو. له دې وروسته خصوصي سکتور کولی شي پرته له فورمه خپلې وچې او تازه میوې او د سابو په ګډون نور ژر خرابېدونکي توکي ولېږدوي.
د ماليي وزارت ويلي له دې پرېکړې موخه د چارو په تنظیم کې خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو برابرول دي.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي: د ماليي وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست لخوا دا اقدام د دې لپاره وشو، چې خصوصي سکتور خپل اموال پرته له ځنډ او خنډ یا مخکې له خرابېدو ولېږدوي؛ نو، ځګه مو فورم ختم کړ.
د خصوصي سکتورغړي هم د ماليي وزارت له دې اقدامه هرکلی کوي او څرګندوي، چې د ماليي وزارت دا هڅه به خصو صي سکتور نورو ډېرو فعالیتونو ته وهڅوي.
دوی زیاته کړې؛ له دې سره به د هېواد د تازه مېوو صادرونکي او واردونکي د خپلو فعالیتونو د پرا ختیا لپاره خلکو ته د نورو اسانتیاوو زمینه هم برابره کړي.
د خصوصي سکتور غړي میرویس حاجي زاده ویلي: که د ژر خرابېدوړنکیو توکو د ژر لیږ لپاره زمینه همداسې برابره وي؛ نو له دې وروسته به د خصوصي سکتور په کارونو کې چټکتیا رامنځته او له مالي زیانونو ژغورل شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان د ماليي وزارت د مسوولینو له دې هڅې هرکلی کوي او په ډاګه کوي، چې د تازه میوو ترڅنګ باید د فابریکو د اوومه توکو د رالېږد لپاره هم د ې ته ورته زمینه برابره کړي.
د خصوصي سکتور غړی عبددالنصیر رشتیا وایي: زما پر اند دا د ماليي وزارت یو تر ټولو غوره هڅه ده او باید یې دا کار کړای وه؛ ځکه مونږ یو کرنیز هېواد یوو باید د محصولاتو د لیږد په برخه ډېرې اسانتیاوې ولرو.
د اقتصادي چارو شنونکي پدې باور دي، چې که د ماليې وزارت لخوا خصوصي سکتور ته دې ته ورته نورې هڅوونکې اسانتیاوې وړاندې شي؛ دا به په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا مثبت اغېز ولري.
۵