Connect with us

سوداگري

مالیې وزارت د مېوو او سابو د لېږد فورم لغو کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۹, ۱۴۰۱

د مالیې  وزارت مسوو لینو خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ د هېواد ټولو ګمرکونو ته امر کړی، چې پر مېوو، سابو او ټولو ژر خرابېدونکیو توکو د لېږد فورم  لغو کړي.

د ماليي وزارت څرګنده کړې؛ له یوې خوانه ټولو ګمرکونو ته امر شوی، چې د تازه میوې  په ګډون پر ټولو ژر خرابېدونکیو توکو د انتقال د فورم  بهیر لغو کړی.

د ماليي وزات ويلي؛ د انتفال د فورم  د ترلاسه کولو له کبله په  تېر کې  د خصوصي  سکتور اموال  کله نا کله له ځنډ سره مخ کېدل، چې دا کار به یې د توکو د ورستېدو او خرابېدو لامل شو. له دې وروسته خصوصي سکتور کولی شي پرته له فورمه خپلې  وچې  او تازه میوې او د سابو په ګډون نور ژر خرابېدونکي توکي ولېږدوي.

د ماليي وزارت ويلي  له دې پرېکړې موخه د چارو په تنظیم  کې خصوصي  سکتور ته  د اسانتیاوو برابرول دي.

د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي: د ماليي وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست لخوا دا اقدام د دې لپاره وشو، چې خصوصي سکتور خپل اموال پرته له ځنډ او خنډ یا مخکې له خرابېدو ولېږدوي؛ نو، ځګه مو فورم ختم کړ.

د خصوصي سکتورغړي  هم  د ماليي وزارت  له دې اقدامه هرکلی کوي او څرګندوي، چې د ماليي وزارت دا هڅه به خصو صي سکتور نورو ډېرو فعالیتونو ته وهڅوي.

دوی زیاته کړې؛ له دې سره به د هېواد د تازه  مېوو  صادرونکي او واردونکي د خپلو فعالیتونو د پرا ختیا لپاره خلکو ته د نورو اسانتیاوو زمینه هم برابره کړي.

د خصوصي سکتور غړي میرویس حاجي زاده ویلي: که د ژر خرابېدوړنکیو توکو د ژر لیږ لپاره زمینه همداسې برابره وي؛ نو له دې وروسته به د خصوصي سکتور په کارونو کې چټکتیا رامنځته او له مالي زیانونو ژغورل شي.

د اقتصادي  چارو کار پوهان د ماليي وزارت د مسوولینو له دې هڅې هرکلی کوي او په ډاګه کوي، چې د تازه میوو ترڅنګ باید د فابریکو د اوومه توکو د رالېږد  لپاره هم د ې ته ورته زمینه برابره کړي.

د خصوصي سکتور غړی عبددالنصیر رشتیا وایي: زما پر اند دا د ماليي وزارت یو تر ټولو غوره هڅه ده او باید یې دا کار کړای وه؛ ځکه مونږ یو کرنیز هېواد یوو باید د محصولاتو د لیږد په برخه ډېرې اسانتیاوې ولرو.

د اقتصادي چارو شنونکي پدې باور دي، چې که د ماليې وزارت لخوا خصوصي  سکتور ته دې ته ورته نورې هڅوونکې اسانتیاوې وړاندې شي؛ دا به په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا مثبت اغېز ولري.

 ۵

سوداگري

په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزول شول – په کویټ کې د افغانستان سفارت

په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

Published

on

په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست محمد شفیق خطیب له عیج خلف، د کویټ له یوه نوموتي پانګه‌وال او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او په هېواد کې د شته پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

دواړو لوریو همدارنګه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او کویټ ترمنځ د پانګونې په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سفارت سرپرست له کویټي سوداګرو او پانګه‌والو غوښتي، چې افغانستان ته په سفر کولو سره د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې شته فرصتونه له نږدې وڅېړي او په دې برخو کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر نویو لارو خبرې وکړې

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د سرخان‌دریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې وکړې.

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

نورالدین عزیزي په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا نوي پړاو ته داخل شوی او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل سفرونه، سوداګریزې غونډې او د خصوصي سکټور ترمنځ هوکړې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

عزیزي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو او د سیمې د نښلونې او د ختیځې، منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نویو سوداګریزو ځنځیرونو په رامنځته کولو کې مهم هېواد وباله.

هغه د افغانستان صادراتو ته د چین بازار د ډېرو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د ازبکستان له سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو څخه پر ګټې اخیستنې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو د بازارونو له لارې باید د افغانستان صادراتي توکو ته د لېږد زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ افغانستان د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشین‌سازۍ، تولید او اقتصادي بېخبناوو په برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو د پانګونې لپاره چمتو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اومه توکو پروسس او ګډې پانګونې کولی شي د سیمې هېوادونو ته د اوږدمهاله او متقابلو ګټو زمینه برابره کړي.

دغه راز د بلخ والي محمد یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ښو او دوستانه اړیکو سربېره په بلخ کې د پانګونې پر فرصتونو او د سراسري امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د غونډې په څنډه کې نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو له نندارتونه هم لیدنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

Published

on

نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.

ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!