تازه خبرونه
متحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او همدارنګه د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.
متحده عربي اماراتو د لغمان ولایت له هغې ټرافیکي پېښې وروسته، چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ او ژوبله واوښته، له افغانستان سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی دی.
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او همدارنګه د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.
یاد وزارت یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او د دې پېښې ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
د یادونې ده، چې له پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو د لېږد یو موټر د کابل ـ جلالآباد پر عمومي لویه لاره واوښت، چې له کبله یې ۲۲ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.