تازه خبرونه

متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د استازي باورلیک ومانه

پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس مکتوم بن بطی آل مکتوم په یوه رسمي غونډه کې د عبدالرحمن فدا باورلیک ترلاسه او هغه ته یې ښه راغلاست ووایه.

Published

on

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په دې هېواد کې د اسلامي امارت د جنرال قونسل په توګه د عبدالرحمن فدا باورلیک منلی دی.

پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس مکتوم بن بطی آل مکتوم په یوه رسمي غونډه کې د عبدالرحمن فدا باورلیک ترلاسه او هغه ته یې ښه راغلاست ووایه.

د دې خبرپاڼې له مخې، هغه د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې له اړیکو رضایت څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version