Connect with us

تازه خبرونه

متقي د امریکا له کانګرسه په یوه لیک کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د لړم پر ۲۶ / د نومبر ۱۷ د امریکا کانګریس  غړیو ته په یوه لیک کې څرګنده کړې؛ د بندیزونو دوام به له اوسني وضعیت سره مرسته ونکړي او پر ځای به یې د ډله ییزې مهاجرت په ګډون یو لوی بحران رامنځته شي.

نوموړي په ډاګه کړې؛ که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نه یوازې به د افغانستان حکومت او ولس له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي.

متقي د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې څرګنده کړې، چې له لسیزو جګړو وروسته اوس افغانان د مالي امنیت حق لري.

مولوي متقي د افغانانو مالي خوندیتوب ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د دې اندېښنې ريښه د امریکا د حکومت لخوا زمونږ د خلکو پر شتمنیو بندیزونه او له بندیزونو او فشارونو ګټه پورته کول زمونږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نشي کولی.

 متقي وایي: مونږ پدې باور یو، چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده؛ نو، ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د پیسو له کنګل کیدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، پوهنې او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کیدای شي، چې عام ولس تري ګټه اخلي.

مولوي متقي ویلي؛ له لوږې څخه د یوه ماشوم کړیدل، د روغتیایي آسانتیاوو له نه شتون څخه د یوې مور مړینه او له کار، خوراک، پوښاک، درملو او نورو لومړنیو آسانتیاوو څخه د یوه عام افغان محروم کیدل هیڅ سیاسي توجیه او منطق نه شي درلودلی؛ ځکه، چې دا بشري موضوع ده.

هغه دا هم ویلي، چې د تېر کال په فبرورۍ کې د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته د افغانستان اسلامي امارت او امریکا له یو بل سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل ندي او نه هم نظامي مخالفت لرو؛ نو زمونږ د شتمنیو د کنګل کیدو تر شا کوم منطق دی؟

په پای کې مولوي متقي هیله شوی، چې امریکا د راتلونکیو اړیکو تړلې دروازې خلاصې او د افغانستان د مرکزي بانک پر ذخایرو او زمونږ له حسابونو بندیزونه لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو

منابع می‌افزایند که قرار است افراد وابسته به جمعه‌خان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.

Published

on

امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو له‌خوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.

د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعه‌خان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.

ټاکل شوې، چې د جمعه‌خان فاتح ټول ملګري بې‌وسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!