تازه خبرونه
متقي د چین نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) خپره شوې؛ امیرخان متقي په افغانستان کې د چین د پراختیایي پروژو له پلي کولو ستاینه کړې او یادونه یې وکړه، چې د امنیت له تامین وروسته اقتصادي بیارغونه د حکومت تر ټولو لوی مسوولیت دی او اسلامي امارت له خپلو ټولو سرچینو څخه پر ګټنې دې سکټور ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي د چین نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې له رییس چن شیاوډونګ سره وکتل او دواړو خواوو د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) خپره شوې؛ امیرخان متقي په افغانستان کې د چین د پراختیایي پروژو له پلي کولو ستاینه کړې او یادونه یې وکړه، چې د امنیت له تامین وروسته اقتصادي بیارغونه د حکومت تر ټولو لوی مسوولیت دی او اسلامي امارت له خپلو ټولو سرچینو څخه پر ګټنې دې سکټور ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او چین ترمنځ به د کرنې، انرژۍ او اوږدمهاله بنستیزو پروژو په برخو کې نږدې همکاري رامنځته شي او د چین دې ادارې ته یې د بیارغونې پروژو د لومړیتوب ورکولو لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړل.
دغه راز چن شیاوډونګ له افغانستان سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او وایي؛ د هغه تر مدیریت لاندې د چین نړیوالې پراختیایي همکارۍ اداره چمتو ده، چې د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.
هغه دا ژمنه هم وکړه، چې چین به د بېخبناوو پر پراختیا، څارویو سکټور او د افغانستان د تېلو او ګازو په سکټور کې د څېړنو ترسره کولو کې هم برخه واخلي.