سیمه ییز خبرونه
مجتبا خامنهیي د ایران نوی مذهبي رهبر شو
نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس لهخوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنهیي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.
ایران د دوشنبې پر ورځ د علي خامنهیي ځایناستی د هغه زوی سخت دریځی مجتبا خامنهیي د مذهي رهبر په توګه ونوماوه.
رویټرز راپور ورکړی، چې مجتبا یو داسې عالم دی، چې د ایران په امنیتي ځواکونو کې نه یوازې پراخ نفوذ لري، بلکې له پلاره ورپاتې د سوداګریزو برخو رهبري هم کوي.
نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس لهخوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنهیي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.
د خبرګانو مجلس د تهران د وخت له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: “د یوې پرېکنده رایې له مخې آیت الله سید مجتبا حسیني خامنهیي د ایران درېیم رهبر شو.”
دا مقام مجتبا ته په حکومتي چارو کې بشپړواک ورکوي.
ټرمپ د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا د ټاکنې په غبرګون کې ویلي: “وګورو، چې څه پېښیږي.
ټرمپ د نوي مذهبي رهبر له نومولو وروسته له اسرائیل ټایمز سره په یوه مرکه کې له هر اړخیز ځواب ویلو څخه ډډه کړې؛ خو یوازې یې وویل: ” وګورو، چې څه پېښیږي.”
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ په دې مرکه کې ویلي، چې د جګړې پای ته رسول د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ګډه پرېکړه غواړي.
د مجتبا پلار ستر مذهبي رهبر علي خامنهیي له یوې اوونۍ څخه ډېر وخت کیږي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په پیل شویو لومړیو بریدونو کې وژل شوی دی.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایران د وسلوالو ځواکونو مشرتابه مجتبا خامنهیي ته د وفادارۍ ژمنه کړې او د سپاه پاسدارانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ دوی چمتو دي، چې له نوي مذهبي رهبر ملاتړ روان وساتي.
د ایران امنیت شورا رییس علي لاریجاني د یکشنبې پر ورځ د ایران په دولتي ټلویزیون کې له اعلان وروسته ویلي، چې د خبرګانو مجلس د نوي ستر مذهبي رهبر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه؛ سره له دې، چې ورسره ګواښونه هم مل ول.
لاریجاني ویلي؛ مجتبا خامنهیي کولی شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد رهبري وکړي او پر نوي رهبر یې د راټولېدو غوښتنه وکړه.
ایران د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې په ټوله سیمه کې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی د امریکا نااړینو دولتي کارمندانو او د هغو د کورنۍ غړو ته امر کړی، چې د خطرونو له کبله له سعودي عربستان څخه ووځي.
د سعودي دفاع وزارت د امریکا پر سفارت د ایران له برید وروسته د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی یوه ډرون الوتکه ویشتلې، چې هڅه یې کوله ډیپلوماټیکه سیمه پر نښه کړي.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د کمپاین پر نهمه ورځ د جګړې شدت زیات او د تهران پر فضا تور لوګی پورته شو. د ایران اوسېدونکو ویلي، چې د تېلو پر زیرمو د بریدونو له کبله د شپې آسمان پر نارنجي شعلو ړنا و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي، چې دا برید پراخه و.
ویل کیږي، چې د ایران د نوي مذهبي مشر له معرفي کولو وروسته د تېلو بیه هم لوړه شوې ده.