لوبی

محمد نبي د افغانستان له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

Published

on

له هغې وروسته، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې سیالۍ په شل آوریز نړیوال جام سیالیو کې له کومې بریا پرته پای ته ورسیدې؛ محمد نبي د دې لوبډلې له لوبډلمشرۍ خپله استعفا په ډاګه کړه.

محمد نبي د جمعې پر ورځ (د لړم ۱۳ ) تویت کړی، چې نړیوال جام ته د هېواد کرکت ملي لوبډلې له چمتووالي ناخوښه دی او څرګندوي، چې د کرکت بورد مسوولینو او د لوبغاړیو د غوراوي کمیتې په ځینو برخو کې له ده سره همغږي نلرله.

محمد نبي زیاته کړې: زمونږ د شل آوریز نړیوال جام سفر له داسې یوې پایلې سره پای ته ورسېد، چې نه مونږ او نه زمونږ ملاتړیو تمه درلوده. څومره، چې تاسې له پایلې څخه ناخوښه یاست؛ هومره مونږ هم یوو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د هېواد د کرکت ملي لوبډلې چمتووالى هومره نه و؛ څومره، چې يو لوبډلمشر د لويو سياليو لپاره غواړي. دا په داسې حال کې ده، چې نبي د استعفا له اعلانولو پر همال دا هم څرګنده کړې؛ که چارواکي او لوبډله وغواړي، د ملي لوبډلې د غړي په توګه به لوبې ته دوام ورکړي.

د محمد نبي په وروستۍ لوبډلمشرۍ کې ۱۰ بریاوې او ۱۳ ماتې شاملې وې.

محمد نبي تېر کال په عربي متحده اماراتو کې د شل آوریز نړیوال جام سیالیو له پیلېدو مخکې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو. راشد خان، چې له محمد نبي مخکې لوبډلمشر و؛ د خپلې استعفا لامل د لوبغاړیو د غوراوي پر مهال له ده سره د مشورې نشتوالی بولي.

Trending

Exit mobile version