تازه خبرونه
محمود شاه حبیبي د امنیتي ځواکونو په جامو کې کسانو نیولی
رویټرز د امریکا د دولتي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې افغان امریکایي محمود شاه حبیبي په ۲۰۲۲ کال کې د امنیتي ځواکونو پر جامو سمبالو کسانو لهخوا نیول شوی دی.
رویټرز د اسنادو له څیړلو او امریکایي چارواکو سره د خبرو له لارې د محمود شاه حبیبي په اړه تازه معلومات خپاره کړي او د امریکایي سرچینو د څرګندونو له مخې څرګندوي، چې محمود شاه حبیبي د امنیتي ځواکونو پر جامو سمبالو کسانو نیولی دی.
رویټرز د امریکا د دولتي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې افغان امریکایي محمود شاه حبیبي په ۲۰۲۲ کال کې د امنیتي ځواکونو پر جامو سمبالو کسانو لهخوا نیول شوی دی.
دې راپور زیاته کړې، چې د امریکا استخباراتو په کابل کې د حبیبي کار ځای ته نفوذ کړی و او همدا مسله د اسلامي امارت د استخبارتو له لوري د نوموړي د نیولو لامل شوې ده.
د رویټرز د راپور په یوه برخه کې راغلي: ” د یکشنبې ورځ د حبیبي د نیولو له درېیمې کالیزې سره برابره ده او کورنۍ یې پههمدې ورځ د ورګرځېدو په تمه ده. په دې برخه کې د ټرمپ دولت د نوموړي د خوشې کولو لپاره هڅې زیاتې کړي. امریکا د نوموړي په تړاو د معلوماتو شریکولو پر سر د ۵ میلیون ډالرو د جایزې ورکړه منلې؛ خو د امریکایي سرچینو د څرګندونو له مخې د حبیبي خوشې کېدل به دومره نږدې نهوي.”
بل لور ته اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي نیول ردوي او وایي، چې دا کس د امنیتي ځواکونو لهخوا ندی نیول شوی او له اسلامي امارت سره بندي ندی.
د اسلامي امارت ویاند تل پدې تړاو د امریکایي چارواکو ادعاوې له حقیت څخه لرې ګڼلي دي.
محمود شاه حبیبي د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی رییس و او د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته یې په کابل کې یو شرکت اداره کاوه.
د روان کال په جنورۍ کې اسلامي امارت په امریکا کې د یوه افغان بندي د خوشې کېدو په بدل کې دوه امریکایي وګړي خوشې کړل؛ خو د محمود شاه حبیبي د برخلیک، ځای او وضعیت په تړاو اوس هم معلومات نشته.