سیمه ییز خبرونه
مدني فعالان: كه په هېواد كې قانون پر ټولو يو ډول پلې نه شي مونږ به پاڅون وكړو
يو شمېر مدني فعالان وايي، د وژونكو، سړي تښتونكو او په فساد كې د ښكېلو كسانو دوسيو ته د دولت له خوا نه پاملرنه د دغو پديدو د زياتېدو او د ګډوډيو اصلي لامل دى. دوى له دولت څخه غواړي، چې د دغو پېښو عاملان په علني ډول محاكمه كړي.
په علني ډول د قاتلانو، سړي تښتونكو او په فساد كې د ښكېلو كسانو نه محاكمه كېدل په هېواد كې يو لړ ناندرۍ را منځ ته كړې دي.
په همدې حال كې يو شمېر مدني فعالان هڅه كوې، چې د لا زيات انسجام له لارې دولت وهڅوي تر څو دغه پېښو ته لا زياته پاملرنه وكړي.
د متحد ملي ګوند د انسجام د بلنې رئيس غلام محمد دستګير وايي:
لدې لامله، چې دولت د دغو پېښو د عاملانو دوسيو ته جدي پاملرنه نه ده كړې، نو په هېواد كې يادې پېښې زياتې شوې دي.
د افغانستان د مدني فدراسيون رئيس صديق انصاري له دولت څخه غواړي، چې په دولتي ادارو كې د خلكو په ګمارلو كې دقيق ووسي او د ظوابطو پر ځاى روابطو ته په لومړيتوب وركولو سره په هېواد كې ګډوډۍ زياتې نه كړي.
دغه ناسته د يو پرېكړه ليك په وړاندې كولو سره پاى ته ورسېده، چې له دولت څخه پكښې غوښتل شوي وو، تر څو د تاوتريخوالي د عاملينو دوسيو ته دې جدي پاملرنه وكړي.
د يادولو وړ ده، چې په دې ورستيو كې په كابل كې مدني ټولنو ناستې ډېرې شوي او ډېرى دا ناستې په پرېكړه ليك پاى ته رسېږي، خو تر اوسه د دغو پرېكړه ليكونو پاېلې ندي ښكاره شوي.
