تازه خبرونه

مسلمیار: تر 15 ورځو به د کابل – واشنګټن د امنیتي تړون په اړه تصمیم ونیسو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رييس وايي چې د امريكا او ناټو سره د کابل امنيتي او دفاعي سندونه ورته رسېدلي او د قانون له مخې تر ۱۵ ورځو پورې د دغو امنيتي تړونو په اړه تصميم ونسی.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار وويل چې دوي به د هيواد ملي ګټو ته په كتو د دغو تړونونو په اړه خپله پريكړه اعلام كړي.
د امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي سندونه د ولسي جرګې له خوا په فوق العاده غونډه كې د رایو په غوڅ اکثریت سره تاييد شول. او س دغه تړونونه د تاييد لپاره مشرانو جرګي ته استول شوي د مشرانو جرګې رييس وايي كله چې د مشرانو جرګې دغړو لخوا وڅيړل شي؛ نو تر ۱۵ ورځو پوري مشرانوجرګه خپله پريكړه اعلام كړي.
د ولسي جرګې یو شمېرغړیو د امریکا سفارت تورن کړ چې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو سره جوړجاړی کړی و چې دغه سندونو ته مثبته رایه ورکړی؛ خو د ولسي جرګې د نړيوالو چارو كميسيون رييس عبدالقادر ځاځي دغه څرګندوني رد كړې.
افغانستان وړاندي هم له يو شمير هیوادونو سره ستراتیژیکي موافقتنامې، سندونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي. د افغانستان د قوانینو له مخې، ټول هغه سندونه چې له بهرنیو هېوادونو سره لاسلیک کیږي؛ د ولسمشر له لاسلیک او د ملي شورا د دواړو جرګو له تصویب او تایید وروسته د عملي کیدو وړ ګنل کیږی.

Trending

Exit mobile version