International Sports

مسي له ارجنټاین لوبډلې سره ژړغونې مخه ښه وکړه

۳۹ کلن مسي، چې د فوټبال له نوموتو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي؛ د دوه‌سوه‌اتم ځل لپاره د ارجنټاین په کمیس کې ولوبېد او په یواویاومه دقیقه کې یې د پنالټي له ټکي خپل یو سلو شپږویشتم ملي ګول وواهه.

Published

on

 

لیونل مسي له ارجنټاین ملي لوبډلې سره له ۲۱ کلونو لوبېدا وروسته د دې لوبډلې پر ګټه خپله ملي لوبیز پېر په بوینس‌آیرس کې د نندارچیانو له ګڼې ګوڼې ډک په« مونومنټال» لوبغالي کې د بنین پر وړاندې د درې – صفر له بریا سره پای ته ورساوه.

۳۹ کلن مسي، چې د فوټبال له نوموتو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي؛ د دوه‌سوه‌اتم ځل لپاره د ارجنټاین په کمیس کې ولوبېد او په یواویاومه دقیقه کې یې د پنالټي له ټکي خپل یو سلو شپږویشتم ملي ګول وواهه.

مسي د ارجنټاین د لومړي ګول په وهلو کې نیکولاس اوټامندي ته پاس هم ورکړ او وروسته نیکو پاز درېیم ګول وواهه، چې ارجنټاین پرې آسانه بریا خپله کړه.

شاوخوا ۸۵ زره نندارچیانو په لوبغالي کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې د لوبډلمشر تود هرکلی وکړ.

مسي د لوبې له پیل مخکې هم احساساتي شوی و. کله، چې د لوبډلې بس د نندارچیانو له منځه د لوبغالي پر لور روان و؛ هغه خپلې اوښکې پاکولې.

هغه له خپلو درې اولادونو سره لوبغالي ته ننوت او مېرمن یې انټونیلا روکوزو او مور یې سلیا کوچیټیني هم له ځانګړي ځای څخه لوبه ننداره کړه.

د لوبې له پیل مخکې د ارجنټاین د ملي لوبډلې یو لوی کمیس د لوبغالي په منځ کې کېښودل شو، چې د مسي مشهوره لسمه شمېره «Gracias»؛ یعنې «مننه» پرې لیکل شوي وه.

د ملي سرود پر مهال هم ولوله‌ییزه شېبه روانه وه او مسي په داسې حال کې، چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې،؛د فالکلینډ جګړې له پخواني سرتېري فابیو سانټانا سره څنګ پر څنګ ودرېد.

په لسمه دقیقه کې د مسي د مشهور کمیس د شمېرې پر ویاړ لوبه ودرول شوه او ټول لوبغالي د یوې دقیقې لپاره پر چکچکو بدرګه کړ.

مسي وروسته هغه شېبه هم رامنځته کړه، چې نندارچیانو یې تمه لرله او په یواویاومه دقیقه کې یې پنالټي پر ګول بدله کړه. په دې توګه یې له ارجنټاین ملي لوبډلې سره خپله وروستۍ لوبه هم پر ګول پای ته ورسوله.

« ټول توان مې وکاراوه»

د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د مونومنټال لوبغالي په آسمان کې د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ نندارتون ترسره شو. دغو الوتکو په آسمان کې د مسي انځور جوړ کړ او د اته ځله د سرو زرو توپ ګټونکي یې درناوی وکړ.

له ملي لوبډلې سره د مسي مخه ښه په نیوجرسي کې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې پر مهال ارجنټاین له اسپانیا څخه له ماتې څه باندې دوه میاشتې وروسته وشوه.

مسي له هغې ماتې وروسته ویلي وه:« ټول توان مې وکاراوه؛ نور د وړاندې کولو لپاره څه نه‌لرم. سربېره پر دې ځوان او تکړه لوبغاړي راڅرګندیږي، چې د فرصت مستحق دي.»

له دې مخکې د سې‌شنبې پر ورځ مسي د ارجنټاین د فوټبال فډراسیون د مرکزي دفتر په مراسمو کې د بوینس‌آیرس له پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې وه.

نندارچیان د ارجنټاین د فوټبال فډراسیون له مرکزي دفتر بهر هم راټول شوي وه او د ارجنټاین یو لوی بیرغ یې پورته کړی و، چې د مسي انځور او «زما د ژوند خوښي» عبارت پرې لیکل شوی و.

په بارسلونا کې د مسي پخواني ملګري نیمار هم د هغه ستاینه کړې او ویلي یې دي، نړۍ باید د هغو ټولو کارونو له کبله له مسي مننه وکړي، چې د فوټبال لپاره یې کړي دي.

مسي له انټر میامي سره تر ۲۰۲۸ز.کال پورې قرارداد لري؛ خو له دې مخکې یې ویلي وه، چې ښايي له تمې مخکې له فوټبال سره مخه ښه وکړي.

د مسي ملي لوبیز پېر په ۲۰۲۲ نړیوال جام کې له اتلولۍ سره هم مل و؛ هغه اتلولي د ارجنټاین لپاره د درېیم نړیوال جام د ګټلو ۳۶ کلن انتظار پای ته ورساوه. نوموړي له ارجنټاین سره په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ ز.لونو کې د کوپا امریکا اتلولي هم ګټلې ده.

ارجنټاین په ۲۰۱۴ او ۲۰۲۶ نړیوال جامونو کې هم دوه‌یم ځای خپل کړی دی.

 

Trending

Exit mobile version