تازه خبرونه

مشرانو جرګه د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګه په حکومت غږ کړي چې د وضعیت د بدلولو له پاره دې اغېزمن پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.

د مشرانو جرګې ځینې غړي په دې ټکي د ټینګار تر څنګ وایي، که څه هم افغان ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره په سخته جګړه بوخت دي، خو د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو او ناامنیو د کمولو له پاره ګټور پروګرامونه نشته دي. په همدې حال کې مشرانو جرګې د امنیتي وضعیت په تړاو د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رییس استجواب کړي وو، خو دغه چارواکي د ځواب ویلو له پاره غونډې ته نه وو ورغلي.

ډېری ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښتې روانې دي، خو حکومت د ناامنیو د کابو کولو له پاره اغېزمن پروګرامونه نه لري. د مشرانو جرګې ځینې غړي د دې مطلب په څرګندولو سره حکومت د خلکو په امنیت ساتنه کې په بې غورئ تورنوي او وایي، د ناامنیو د کمولو له پاره باید اغېزمن پلانونه جوړ شي.

د مشرانو جرګې غړی محمد علم ایزدیار وايي: “په ټول هېواد خو په ځانګړې توګه په شمال شرق کې امنيتي حالت ډېر خراب دی او وسله وال مخالفين د چترال له پرانيستې لارې افغانستان ته راځي چې د افغانستان د شمال امنيتي حالت يې له بد بدتر کړی دی.”

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وايي: “له بده مرغه چې په هلمند او روزګان کې ډېری امنيتي پوستې وسله والو طالبانو ته ورکړل شوې دي او ډېری جنګي تجهيزات د مخالفينو لاس ته لوېږي چې بايد دغه موضوع په جدي توګه وپلټل شي.”

په همدې حال کې مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رییس د ځواب ویلو له پاره ورغوښتي وو چې دواړه چارواکي غونډې ته ورنغلل خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د ملي امنیت د لوی ریاست، د پلان ریاست مسول د ځواب ویلو له پاره غونډې ته راغلی وو.

د مشرانو جرګې غړو له رایو وروسته دغو چارواکو ته اجازه ورنکړه چې تالار ته داخل شي او په کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت په رییس یې سختې نیوکې وکړې چې ولې غونډې ته نه وو ورغلي. د مشرانو جرګې لومړی مرستیال بیا د هېواد امنیتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې امنیتي چارواکي باید ملي شورا ته ځواب ویونکي وي.

د مشرانو جرګې مرستیال فرهاد سخي وايي: “امنيتي موضوع ډېره مهمه ده او سناتورانو هم په دې اړه نظرونه لرل او د رييسانو په کمېټه کې تصميم نيسو چې امنيتي چارواکي بايد له قيد او شرط پرته د خلکو استازو ته ځواب ويونکي وي او حاضر شي.”

د مشرانو جرګې غړي که څه هم د وسله والو خلاف مبارزه کې د افغان ځواکونو هڅې ستایي خو وایي، د جګړې په ډګر کې دا ځواکونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي چې اړتیا ده دغه ستونزې او ننګونې له منځه لاړې شي.

Trending

Exit mobile version