تازه خبرونه
مشرانو جرګه د کابل بانک د قضيې په څیړنو کې د رونټیا غوښتونکي شوه
د مشرانو جرګې غړي غواړي چې هغه کسان دې تر جدي څېړنو لاندی ونیول شي چې د کابل بانک په قضیه کې تورن دي.
مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار وایي هغه کسان چې د هیواد په بانکی سیستم کې خیانت کړي، باید محاکمه او مجازات شي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي چې د ولسمشر اشرف غنی د فرمان راهیسی له یوه میاشت ډېرموده تیږی؛ خو تر اوسه د محاکمو لخوا د کابل بانک په قضیه کې کوم پرمختګ ندی شوي.
د راپورونو له مخې د ولسمشر اشرف غني له خوا قضايي ادارو ته د کابل بانک د قضیې د نهايي کولو ټاکل شوی مهلت په روانې اونی کې پایته رسیږي.
د کابل بانک د قضیی د تورنو کسانو د دوشنبی ورځې قضایی غونډه له کومی پایلی پرته پای ته ورسیده .
تازه خبرونه
له ناقانونه مهاجرینو سره به جګړې ته ورته چلند وشي- د تهران والي مرستیال
د تهران مرستیال والي مهدي باب الحوئجي ګواښ کړی، چې له غیر قانوني مهاجرینو سره به جګړې ته ورته مبارزه وشي.
باب الحوئجي د تهران د ري ښار چارواکو ته په وینا کې ویلي: ” نن په ري ښار کې له ناقانونه وګړو سره مبارزه جنګ ته ورته ده. داسې ده لکه: کله، چې زمونږ اولادونو وسله پورته کړه او لاړل او شهیدان شول.”
نوموړي زیاته کړې: ” زمونږ د کورنيو شاوخوا ماینونه کرل شوي؛ اخلاقي، ټولنيز او اقتصادي ماینونه کرل شوي دي.”
باب الحوئجي ویلي، چې په ري ښار کې ناقانونه وګړي شته او د هغوی شتون یو ګواښ دی.
هغه ويلي؛ يوازې جریمه کافي نده او چارواکي باید له خپلو نورو واکونو کار واخلي.
دې چارواکي د املاکو مشاورینو او د معاملاتو رهنماوو ته هم ګواښ وکړ، چې “غیر مجاز وګړو” ته د کورونو چمتو کولو په صورت کې به محاکمه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران حکومت هره ورځ سلګونه افغانان له قانوني اسنادو پرته خپل هېواد ته جبري راستنوي.
تازه خبرونه
د بدخشان په مرکز کې د سېلابونو له کبله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شول
د بدخشان سیمهییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې د سېلابونو له کبله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.
د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست آمر محمد کامګار زیاته کړې؛ دغه پېښه تېره شپه د فيضآباد ښار د مرچک په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په مړه شويو کې ښځې او ماشومان هم شته.
هغه وایي؛ د ژغورنې ډلو د نورو جسدونو د رایستلو هڅې روانې ساتلي؛ ځکه، چې د مرګ او ژوبلې د زیاتېدو شونتیا ډېره ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر شپه هم سېلابونو د بدخشان ولایت په شهدا او وردوج ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې، د اوبو کانالونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.
تازه خبرونه
د جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ قلمه لرغوني آثار کشف او تر لاسه شول
په غور ولایت کې له وروستیو سیلابونو وروسته د دغه ولایت د جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ لرغوني قلمه بېلابېل تاریخي آثار کشف او ترلاسه شوي دي.
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعیم زیاته کړې، چې دغه تاريخي آثار له سختو اورښتونو وروسته د جام څلي له شاوخوا سيمو څخه ايستل شوي، چې د امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو لهخوا راټول او حکومت ته وسپارل شول.
عبدالحی زعیم ویلي، چې د دغو آثارو لرغونتوب د غوریانو دورې ته رسیږي.
ویل کیږي، چې دغه تاريخي آثار د غور ولايت سيمهييز موزيم ته سپارل شوي دي.
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه5 days ago
د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
د تېرو لس ورځو په سېلابونو کې ۵۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days ago
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې د آسیاویژن میاشتنۍ جایزه وګټله
-
لوبی4 days ago
اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه