سیمه ییز خبرونه
مشرانو جرګې د نفوسو د احوال او ثبت قانون تائيد كړ
مشرانو جرګې د نفوسو د احوال او ثبت قانون په اوو فصلونو او نهه دېرش مادو كې تائيد كړ. كه څه هم، چي د مشرانو جرګې د دفاعي چارو كميسيون د دغه قانون په شپږمه ماده كي د نوم تر څنګ د تخلص، دين او افغان كلمات زيات كړي و، خو په غونډه كې ډېر شمېر سناتورانو د قوميت پر مسئله هم ټينګار كاوه، چي وروسته دغه جنجالي ماده هم د حكومت د طرحې په تائيد سره ومنل شوه.
د مشرانو جرګې د سه شنبي ( د ليندۍ ۵ ) عمومي غونډه د نفوسو د احوال د ثپت د قانون د طرحې تائيد ته ځانګړې شوې وه.
د مشرانو جرګي د دفاعي چارو كميسيون د دغه قانون په شپږمه او جنجالي ماده كې د ولسي جرګې په تائيد د نوم تر څنګ د دين او تخلص سربېره د افغان كلمې وړانديز هم كړی و، خو يو زيات شمېر سناتورانو په دې باب مخالف نظر درلود او په تذكرو كې يي د قوميت پر ليكلو ټينګار كاوه، خو ځينو نورو بيا ويل، چې يواځې دې د افغان كلمه وليكل شي.
خو سناتورانو تر ډېر بحث وروسته په دې برخه كې د حكومت طرحه ومنله او په خپلې عمومي غونډه كې یی دا قانون په اوو فصلونو او نهه دېرش مادو كې تائيد كړ.
مخكې له دې دا قانون په ولسي جرګې كې ترډېرو ناندريو او بحثونو وروسته تصويب شوى و، او د دې لپاره، چې توشېح او په قانون واوړي، بايد د ولسمشر له خوا لاسليك شي.
