سیمه ییز خبرونه
مشرانو جرگه د ناټو لخوا نيول شوي خبريال ته د حېثيت د اعادې غوښتونكې شوه
د مشرانو جرگې د شكايتونو د اورېدو كميسيون د هغه خبريال د حېثېت د اعادې غوښتونكى شو، چې په بگرام كې د ناټو ځواكونو له خوا نيول شوى و.
د مشرانو جرگې د شكايتونو د اورېدو كميسيون رئيس زلمى زابلي وايي:
په بگرام كې د امريكايي ځواكونوله خوا د يوه افغان خبريال نيول د هېواد له قوانينو او بشري حقونو سرغړونه ده.
نوموړى دغه راز له حكومت څخه غواړي، چې د دغه خبريال د حېثت د اعادې په برخه كې اقدام وكړي.
له بلې خوا نيول شوى خبريال حبيب الرحمن ابراهيمي ادعا كوي، چې امريكايي ځواكونو دى د څېړنو پروخت شكنجه كړى هم دى.
هڅه مو وكړه، چې په دې برخه كې د ناټو نظر هم ولرو، خو دوى په دې اړه له څه وېلو ډډه وكړه.
د يادونې وړ ده، چې له رسنيو څخه ملاتړو بنسټونو هم له ولسمشر څخه غوښتي، چې دا پېښه وڅېړي.
نيول شوى خبريال زياتوي، چې حكومت لده سره ژمنه كړې، چې د دغې پېښې د څېړلو په موخه به يو كميسيون وگوماري.