تازه خبرونه
ملا برادر له روسي پلاوي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ټینګار څرګند کړ
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد ثبات او امنیت ته په نغوته کې ویلي؛ افغانستان اوس په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر مرکز بدل شوی، چې دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې نن دوشنبه( د لیندۍ پېنځمه) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې فډراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې خبرې وشوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد ثبات او امنیت ته په نغوته کې ویلي؛ افغانستان اوس په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر مرکز بدل شوی، چې دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد د امنیت او اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي، چې په هېواد کې د نشهیي توکو کښت بند کړی او ټولې هغه ډلې یې له منځه وړې، چې د افغانستان او سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د شمال – جنوب د اقتصادي دهلېز په توګه غواړي په سیمه کې اقتصادي اتصال عملي او له ستونزو خلاص شي.
هغه ویلي: مونږ هڅه کوو سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د صادراتو ته زمینه برابره کړو، چې په اړه یې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کوو.
د روسیې فډراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې رامنځته شویو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو ته په نغوته کې ویلي؛ اوسنی سفر یې د روسیې د ولسمشر له سپارښتنې سره سم ترسره شوی او روسیه له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د همکارۍ کچې زیاتېدو ته لېواله ده او په همدې موخه به په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.
دغه راز روسي پلاوي له افغان – ټرانس پروژې څخه د ملاتړ او په دغه برخه کې د همکارۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي: روسیه د سېنټ پیټرزبورګ اقتصادي فورم پرمهال له افغانستان سره د شویو اقتصادي همکاریو عملي پيل ته چمتو ده او همدا راز روسي پانګوال او دولتي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو استخراج، ټرانسپورټ او کرنې په برخو کې هم پانګونې ته لېوالتیا لري.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د ګډ حکومتي کمیسیون پر رامنځته کولو ټینګار وکړ، چې تر چتر لاندې به یې په بېلابېلو برخو کې نورې کمیټې هم فعالیت ولري.
په دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف، د روسیې فډراسیون د لومړي وزیر مرستیال، د افغانستان لپاره د روسیې فډراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د دواړو هېوادونو یوشمېر نورو مسوولینو حضور درلود.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي

