تازه خبرونه

ملا برادر له روسي پلاوي سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ټینګار څرګند کړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد ثبات او امنیت ته په نغوته کې ویلي؛ افغانستان اوس په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر مرکز بدل شوی، چې دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۶, ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې نن دوشنبه( د لیندۍ پېنځمه) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې فډراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد ثبات او امنیت ته په نغوته کې ویلي؛ افغانستان اوس په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر مرکز بدل شوی، چې دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد د امنیت او اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي، چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت بند کړی او ټولې هغه ډلې یې له منځه وړې، چې د افغانستان او سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د شمال – جنوب د اقتصادي دهلېز په توګه غواړي  په سیمه کې اقتصادي اتصال عملي او له ستونزو خلاص شي.

هغه ویلي: مونږ هڅه کوو سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د صادراتو ته زمینه برابره کړو، چې په اړه یې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کوو.

د روسیې فډراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې رامنځته شویو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو ته په نغوته کې ویلي؛ اوسنی سفر یې د روسیې د ولسمشر له سپارښتنې سره سم  ترسره شوی او روسیه له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د همکارۍ کچې زیاتېدو ته لېواله ده او په همدې موخه به په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.

دغه راز روسي پلاوي له افغان – ټرانس پروژې څخه د ملاتړ او په دغه برخه کې د همکارۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي: روسیه د سېنټ پیټرزبورګ اقتصادي فورم پرمهال له افغانستان سره د شویو اقتصادي همکاریو عملي پيل ته چمتو ده او همدا راز روسي پانګوال او دولتي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو استخراج، ټرانسپورټ او کرنې په برخو کې هم پانګونې ته لېوالتیا لري.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د ګډ حکومتي کمیسیون پر رامنځته کولو ټینګار وکړ، چې تر چتر لاندې به یې په بېلابېلو برخو کې نورې کمیټې هم فعالیت ولري.

په دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف، د روسیې فډراسیون د لومړي وزیر مرستیال، د افغانستان لپاره د روسیې فډراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د دواړو هېوادونو یوشمېر نورو مسوولینو حضور درلود.

Trending

Exit mobile version