سوداگري
ملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
ملا برادر د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه کم کړي او خصوصي سکټور ته د مناسب فعالیت زمینه برابره کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن(چارشنبه) په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د امام ابوحنیفه(رح) پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست.
ملا برادر د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه کم کړي او خصوصي سکټور ته د مناسب فعالیت زمینه برابره کړي.
نوموړي ویلي، دغه نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو په پېژندنه، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د افغانستان او سیمې ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کې مهم ګام دی.
ملا برادر زیاته کړې، د افغانستان کرنیز، صنعتي او سوداګریز محصولات؛ لکه تازه او وچې مېوې، لوړ کیفیت لري او کولی شي د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو په موندلو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي ویلي:« د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د سوداګرۍ پر یوه مهم اصل؛ یعنې نسبي او مطلقو امتیازونو ولاړې دي، چې د نړۍ هېوادونه وکولی شي د تولیداتو، صنعتونو او ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې نسبي یا مطلق امتیازونه لري او دا چاره د سیمهییزې او نړیوالې سوداګرۍ له بنسټیزو عواملو څخه ده.
ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د محدودو امکاناتو ترڅنګ د اقتصادي ودې او پراختیا د نیمګړو پروګرامونو له بشپړولو سره، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د بیا رغونې لپاره نوي پړاوونه هم پیل کړي دي.
نوموړي د واخان اقتصادي او سوداګریز سړک پرانیستې ته په نغوته کې څرګنده کړه:« دغه سړک چین د افغانستان له لارې په تر ټولو لنډه لار د اروپا له بازارونو سره نښلوي او افغانستان په سیمه کې پر یوه فعال ټرانزیټي او سوداګریز مرکز بدلوي.»
ملا برادر زیاته کړې، د ټرانزیټي عوایدو ترڅنګ به د وخت پر تېرېدو د دې لارې په اوږدو کې لویې او مهمې بېخبناوې هم جوړې شي.
هغه ویلي، د سیمې د نښلولو لپاره د اسلامي امارت هڅې ښيي، چې افغانستان د خپلو پولو د« ګواښ له ټکو څخه د سټراټېژیکې اقتصادي همکارۍ د نښلولو پر ټکو» د بدلولو په حال کې دی او دا چاره د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د بهرنیو پانګونو غوښتنه وکړه.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت به په راتلونکي کې له هېواده بهر د افغانستان د کانونو د اومه توکو د لېږد اجازه ورنهکړي.
د امام ابوحنیفه(رح) په پېنځم عمومي او نړیوال نندارتون کې د سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو محصولات او تولیدات په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغو غرفو کې خوراکي توکي، درمل، لبنیات، ودانیز توکي، لاسي صنایع، غالۍ، پلاسټیک او اوسپنې ویلې کولو محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
دغه نندارتون به اووه ورځې روان وي.