تازه خبرونه
ملا محمدحسن آخوند د بېلاروس د نااستوګن سفیر باورلیک ومانه
د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رییسالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم حضور درلود. دواړو لوریو د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن آخوند په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان لپاره د بېلاروس د نااستوګن سفیر او ځانګړي استازي الکسانډر اوګوروډنیکوف باورلیک ومانه.
د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رییسالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم حضور درلود. دواړو لوریو د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
ملا محمدحسن آخوند د نوي سفیر د ماموریت پیل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي پړاو نښه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه ماموریت به د کابل او مینسک ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان په دې برخو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
دغه راز د بېلاروس نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیلېدا خوښي څرګنده کړه او څرګندوي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګري زیاته کړي.
نوموړي همداراز بېلاروس ته د اسلامي امارت د بېلابېلو پلاوو وروستي سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره اغېزناک وبلل.