تازه خبرونه
ملي تدارکاتو کمیسیون ۱۱ پروژې منظورې کړې
دې غوندې ته ټولې ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ نن) سېشنبه د لیندۍ یوولسمه ) د ملي تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې د څه باندې یو میلیارډ او ۵۳۸ میلیون افغانیو پر ارزښت ۱۱ پروژې منظورې شوې او ۱۵ نورې پروژې له یولړ تعدیلونو سره مخ شوې.
دې غوندې ته ټولې ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي.
په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د یوې پروژې قرارداد فسخه، یوه اعاده او د دوه پروژو په اړه ټاکل شویو کمیټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پروژې هر اړخیزه ارزونه وکړي او پایلې یې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د یتیمتېپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې رغونه، د کابل نړیوال هوایي ډګر د ساتنې او څارنې تړونونو ورکړه، د بغلان د دهنه غوري څه باندې ۱۷ کیلومټره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د معدني وسایلو پېرودل، د افغان تور امارتي شرکت د اړتیا وړ موټرو پېرودل، له قرباغ او مقر څخه ترشاه جوی پورې د سب سټیشنونو جوړول او نصب، د کابل موسهي ولسوالۍ د برق رسونې، ودانیزو توکو، نصب او مونټاژ او د دغه ولایت د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې، ډیزاین او تیسټ د ورکړې قراردادونه شامل دي.
ویل کیږي، چې دغه منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.