Connect with us

تازه خبرونه

ملي پخلاینې عالي شورا له طالبانو سره په خبرو کې د جګړې پای ته رسول غواړي – عبدالله

خپور شوی

د

د ملي پخلاینې عالي شورا لومړۍ ناسته نن شنبه( د لیندۍ ۱۵) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او نورو سیاسي مشرانو په ګډون پیل او ولسمشر په ډاګه کړه؛ اوس مونږ د سولې خبرو داسې یو پړاو ته رسیدلي یو، چې دا بهیر باید پرمشورو تر سره شي.

دغه راز د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله ګډونوالو ته د وینا په بهیر کې څرګنده کړې، چې د سولې د راوستو لپاره نه یوازې نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا ده، بلکې د دغې شورا جرګه ګۍ به د پلاوي د هڅو پر بنسټ پرېکړه او رهبري کوي.

عبدالله عبدالله ویلي،  چې سوله یووالي، اتفاق، ګډون او عمل ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې سوله قربانیو ته اړتیا لري او مونږ له طالبانو سره په بشپړ ډول چمتو یو، چې پر موضوعاتو بحث او خبرې وکړو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، سوله باید د تېر د منلو معنا ونلري.

هغه ویلي، چې د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه د تاوتریخوالي کمول او دایمي اوربند دی.

عبدالله وایي، له دې وروسته د دې شورا کار د کمیتو له لارې پیلیږي او د سولې په اړه به خبرې کوي. د افغانستان خلک د سولې غوښتنه کوي؛ جګړې، تاوتریخوالي او وینو تویدلو ته د پای ټکی ږدي. مونږ باید جګړه پای ته ورسوو او په هیواد کې یو نوی سوله ایز فصل پرانیزو. زه د سولې په لټه کې کومه شخصي اجندا نلرم. زما موخه او یوازنی اړتیا په افغانستان کې دایمي سوله ده.

 د هغه په ​​وینا ، څو میاشتې وړاندې د طالب بندیانو خوشې کول یو زړور ګام و او دا یې په ګوته کوي چې د افغانستان خلک د اړتیا په صورت کې قربانیو ته چمتو دي؛ خو هغه وویل، چې دواړه خواوې باید د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه هوکړه وکړي او سیاسي جوړجاړی ولري.

عبدالله د امریکا، اروپایي اتحادیې، ناتو، اسلامي هېوادونو، آی او سي، سیمه ییزو هېوادونو او قطر څخه هم مننه وکړه، چې د سولې له بهیر ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله ویلي: که څه هم حکمتیار او رباني د یو لړ ولایلو له مخې ونشو کړای، چې په نننئ ناسته کې ګډون وکړي؛ خو هغو ژمنه کړې، چې په مشورو کې به برخه اخلي او له سولې ملاتړ کوي.  

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خبرې وکړې او څرګندوي: د افغانستان خلکو ډېر زیان لیدلی او اوس د دې وخت دی، چې هېواد ته سولې راشي. سوله هغه وخت ترلاسه کیږي، چې افغانان یووالي او اتفاق ولري. دا د افغانانو دنده ده، چې په افغانستان کې د وینو تویدلو مخه ونیسي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم غونډې ته په وینا ویلي؛ سوله یو مسوولیت دی او افغانان د عزت سوله غواړي، ځکه په سوله کې د هېواد ملي حاکمیت ساتل کیږي.

هغه څرګنده کړې، چې د پخلاینې عالي شورا له روانو هڅو ملاتړ ته چمتو دی.

د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني ویلي، د سولې بهیر باید د دواړو ټاکنیزو ډلو له مشورو تېر او ووځي. سوله یو ملي بهیر دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د دغې ناستې نورو ګډونوالو هم خپل اندونه په ډاګه کړل او د باعزته سولې غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

ملا برادر د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه د ترکمنستان له ملي مشر سره ولیدل

ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل؛ دواړه هېوادونه د ګاز بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې بدل شي، چې پر بیه د اروپايي بازارونو د بیو د سختو بدلونونو د اغېز مخنیوی شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال، نن(دوشنبه د زمري نولسمه ) په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې پر وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ راتلونکو اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر ویلي؛ په هرات کې د ټاپي پروژې چارې ښې روانې دي او تمه ده، چې پاتې برخې یې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل؛ دواړه هېوادونه د ګاز بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې بدل شي، چې پر بیه د اروپايي بازارونو د بیو د سختو بدلونونو د اغېز مخنیوی شي.

هغه وړاندیز وکړ، چې د ګاز تړون دې د اوږدې مودې لپاره وشي؛ شرایط دې یې ساده وي او د تړون د بیاکتنې لپاره دې د انعطاف وړ کړنلاره په پام کې ونیول شي.

نوموړي په هرات کې د ګاز د وېش او لګښت شبکې د جوړولو، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د اواري لپاره د ګډې تخنیکي او حقوقي کمیټې د جوړولو او په دې پروژه کې افغانانو ته د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

برادر ویلي؛ ټاپي پروژې د افغانستان او ترکمنستان سټراټېژیکې همکارۍ پیاوړې کړې دي او دواړه لوري باید د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د نفتو د لېږد لپاره د آق‌کریم بندر د پرانیستو، په ترکمن‌باشي بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي مالونو لپاره د آسانتیاوو برابرولو، د لاجورد لارې بیا فعالولو ته د شته ستونزو د حل او د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې‌پټلۍ د بیارغونې او پراختیا په برخو کې ګډ کار وکړي.

هغه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د برښنا او ټرانسپورټ په برخو کې له سترو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.

په دې لیدنه کې قربان‌قلي بردي محمدوف ویلي، چې د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ پیاوړې شوې او په بېلابېلو برخو کې یې د ګډو همکاریو زمینه برابره کړې ده.

محمدوف زیاته کړې؛ ترکمنستان چمتو دی، چې هرات ته د ټاپي نل‌لیکې د غځولو ترڅنګ، په دې ولایت کې د ګاز د وېش شبکې د جوړولو او د ټاپ پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې همکاري وکړي. هغه ویلي، چې یو شمېر بهرنیو شرکتونو په ټاپ پروژه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

هغه همداراز ویلي؛ عشق‌آباد چمتو دی، چې په ترکمن‌باشي بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګریزو مالونو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د لاجورد لارې د بیا فعالولو په موخه پر ګډو هڅو هم ټینګار کړی دی.

د ترکمنستان ملي مشر افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د برښنا او اوسپنې‌پټلۍ په برخو کې د پیل شویو پروژو چارې به پر ټاکلي وخت او چټکۍ بشپړې شي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې؛ د ټاپي، ټاپ، فایبر نوري او اوسپنې‌پټلۍ پروژو د څارنې او پلي کولو لپاره به د لوړپوړیو چارواکو پر مشرۍ تخنیکي کمیټه جوړه کړي، چې د دغو پروژو د پلي کېدا بهیر ښه پر مخ یووړل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو درې میاشتو کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ډېر قاچاقي توکي ونیول شول

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۶۶ کلاشینکوفونه، ۲۰ ام‌۱۶، ۱۷ ام‌۴، ۳۳ تومانچې، اته زره د سپکو او درندو وسلو بېلابېلې مرمۍ، ۴۵ نقلیه وسایط، ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي، ۴۸۶ کارټنه درمل، ۲۳۷۳ پسونه او ۳۴ د ثانیه‌سوزو بستې نیول شوې دي.

Published

on

 

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د هېواد دفاعي ځواکونو په تېرو درې میاشتو کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې، مهمات، درمل، نقلیه وسایط او نور قاچاقي توکي کشف او نیول شوي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۶۶ کلاشینکوفونه، ۲۰ ام‌۱۶، ۱۷ ام‌۴، ۳۳ تومانچې، اته زره د سپکو او درندو وسلو بېلابېلې مرمۍ، ۴۵ نقلیه وسایط، ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي، ۴۸۶ کارټنه درمل، ۲۳۷۳ پسونه او ۳۴ د ثانیه‌سوزو بستې نیول شوې دي.

ویل کیږي، چې د دغو پېښو پر تړاو ۳۹ قاچاقبران هم نیول شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران په تېرو پېنځه میاشتو کې له ۲۰۰ زره ډېر بې‌ا‌سناده افغانان ایستلي

هغه ټینګار کړی؛ دغه بهیر د افغانستان ټول وګړي نه رانغاړي، بلکې موخه یې په ایران کې د بهرنیو وګړو د اوسېدنې تنظیم او د هغوی د استوګنې د وضعیت کره معلومول دي.

Published

on

د ایران کورنیو چارو وزارت ویاند علي زیني‌وند ویلي؛ له ایران څخه د بې‌ا‌سناده افغانانو د ایستلو او بېرته ستنولو بهیر پر وروستیو بدلونونو او کړکېچونو سربېره نهدی درول شوی او روان دی.

هغه ټینګار کړی؛ دغه بهیر د افغانستان ټول وګړي نه رانغاړي، بلکې موخه یې په ایران کې د بهرنیو وګړو د اوسېدنې تنظیم او د هغوی د استوګنې د وضعیت کره معلومول دي.

زیني‌وند ویلي، چې یو شمېر بې‌‌اسناده بهرني وګړي د قضايي حکمونو له مخې له ایران څخه ایستل شوي او د نورو بې‌سنده وګړو د وضعیت د تنظیم بهیر هم په جدي توګه روان دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه له ۲۰۰زره ډېر بې‌ا‌سناده افغانان پخپله خوښه له ایران څخه وتلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د دې بهیر اصلي موخه د بهرنیو وګړو د معلوماتو کره پېژندنه او ثبتول دي، چې څرګنده وي؛ هر وګړی له کومې لارې ایران ته داخل شوی، چېرته اوسېږي او له کومو خدمتونو ګټه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117