تازه خبرونه

ملګرو ملتونو او جنوبي کوریا په افغانستان کې ۱۰ میلیون ډالري پروژه پیل کړه

دا یو کلن نوښت، چې د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې به روان وي؛ د ۱۰ میلیون ډالرو بودجه لري او په شپږ ولایتونو: بدخشان، زابل، دایکندي، فاریاب، خوست او ننګرهار کې به له ۳۵۰ زره څخه ډېر خلک تر پوښښ لاندې راولي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۴۰۴

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د جنوبي کوریا پر ۱۰ میلیون ډالري مالي ملاتړ “په بېړنیو حالاتو کې د زیان منونکو لپاره د مرستې، کارموندنې او اړینو بېخبناوو” تر سرلیک لاندې پروژه پیل کړې، چې موخه یې له بشري او اقتصادي بحرانونو سره د مخ افغانانو ملاتړ دي.

دا یو کلن نوښت، چې د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې به روان وي؛ د ۱۰ میلیون ډالرو بودجه لري او په شپږ ولایتونو: بدخشان، زابل، دایکندي، فاریاب، خوست او ننګرهار کې به له ۳۵۰ زره څخه ډېر خلک تر پوښښ لاندې راولي.

دا پروژه د کارموندنې بېړنيو فرصتونو رامنځته کولو، د اړینو بېخببناوو بیارغونې او د ټولنې پر کچه د خوړو خوندیتوب پر ښه کولو راڅرخيږي.

اقلیمي بدلونونو ته اوږه ورکول، د ښځو پیاوړتیا او د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو ملاتړ د دې پروژې نور لومړیتوبونه دي.

په افغانستان کې د UNDP استازي سټیفن روډریګز ویلي: “دا پروژه یوازې یو بشري غبرګون ندی، بلکې د بحران او بیا رغونې ترمنځ پل هم دی.”

هغه زیاته کړه: “پر بېخبناوو، کارموندنې او سیمه‌ییز انعطاف د پانګونې له لارې مو موخه دا ده، چې له خلکو سره د خپل راتلونکي برخلیک په ټاکلو کې مرسته وشي او پراخ، دوامداره او تل‌پاتي فرصتونه رامنځته کړو.”

سویلي کوریا دا نوښت له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د خپلې پراخې ژمنې یوه برخه یاده کړه.

په افغانستان کې د سویلي کوریا د سفارت شارژډافیر سونګ هوان مون ویلي: ” سویلي کوریا په دې سخت پېر کې د افغانستان لپاره د یوه مسوول او اوږدمهاله بسپنه ورکوونکي په توګه د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.”

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او د سویلي کوریا حکومت اعلان کړی، چې دا پروژه نه یوازې د افغانستان له خلکو سره د دوی روانه ملګرتیا ښیي، بلکې ورسره د درناوي، بیارغونې او د راتلونکي لپاره د دوامداره فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version