تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان پر بانکي سیسټم اندېښنه په ډاګه کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱, ۱۴۰۰)

ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د بانکونو د ملاتړ لپاره د بېړنيو هڅو غوښتنه وکړه او اندېښنه ښیي؛ د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي، چې د پورونو ورکولو توان نلري او د نغدو پیسو کمښت ممکن په څو میاشتو کې د مالي سیسټم د سقوط لامل شي.

رویټرز د ملګرو ملتونو د چارواکو له خولې ویلي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو ان ډي پي) نن دوشنبه د تلې لومړۍ) یو درې مخیز راپور خپور کړ، چې د افغانستان بانکي سیستم د احتمالي سقوط خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د یوه راپور له مخې؛ د افغانستان د بانکي سیستم د سقوط د شونتیا پایلې به ډېرې ښې نه وي.

په راپور کې ویل شوي: د بانکدارۍ سیسټم د سقوط اقتصادي لګښت او د هغې په پایله کې منفي ټولنیز اغېز به ډېر پراخه وي.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د مالي او بانکي تادیاتو سیسټم له منځه تللی دی. د بانکدارۍ ستونزه باید ژر تر ژره حل شي، د افغانستان د تولید وړتیا لوړه شي او د بانکي سیسټم د سقوط مخه ونیول شي.

دې ستونزې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې د افغانستان بانکي سیسټم زیانمن کړی و. د پراختیايي مرستو له بندېدو او په بهر کې د میلیارډونو ډالرو افغان شتمنۍ له کنګل کېدو ستونزې نورې هم مخ پر پراخېدو دي.

دغه راز ملګرو ملتونه او مرستندویه ټولنې د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دي او هڅه کوي، چې کافي نغدې پیسې راواردې کړي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ وروستیو سیاسي پرمختګونو خلک اړ کړي، چې خپلې پانګې بازار ته راونباسي.

Trending

Exit mobile version