Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان په حالاتو اندېښنه ښودلې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-12-13-19h05m27s227 vlcsnap-2015-12-13-19h06m13s212

ملګرو ملتونو په افغانستان کې په امنیتي وضعیت او سخت دریځو ډلو په فعالیت اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې نه بايد د افغانستان دغه نازک حالات له پامه وغورځول شي او د حل له لاره یې باید مټې بډ وهل شي. په کور د ننه هم افغان حکومت وايي چې له سخت دریځو سره د مبارزې له پاره په تیاریو بوخت دي.

په افغانستان کې د امنیتي حالاتو د خرابېدو او سخت دریځو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره په یوه وخت ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان حالات د اندېښنې وړ ګڼلي دي.

 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې د وروستیو بریدونو عاملین باید د عدالت مېز ته کېنول شي. په اعلامیه کې راغلي چې ترهګریز فعالیتونه به هغه مسیر ته ګواښ پېښ نه کړي چې افغانانو د سولې له پاره پرې مزل پیل کړی دی.

ملګري ملتونه د هغه ګواښ  په هکله اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو، القاعدې، داعش او نورو نامسولو وسله والو ډلو له خوا افغانانو، امنیتي ځواکونو او د نړیوالې ټولنې حضور ته پېښ دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه ټينګار کوي چې د دغو ډلو مالي ملاتړي او په خپله عاملان یې د عدالت مېز ته کېنول شي او هېوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په همدې وخت کې د اجرايي رییس دویم مرستیال محمد محقق وايي: “ښايي په را روان پسرلي کې جګړه توده او ترهګریز بریدونه به زور واخلي چې له نېکه مرغه دولت هر ډول بريدونو ته تياری لري. “

د کورنیو چارو وزارت مسولین هم د افغانستان د امنیتي حالاتو په هکله د ملګرو ملتونو د امینت شورا اندېښنه په ځای بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره له افغانستان سره همکاري زیاته کړي.

د کورنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال نجیب دانش وايي:

“څه چې د ملګرو ملتونو شورای خپاره کړي دي سم دي، خو بيا هم موږ اړتيا لرو چې د ترورېستي ډلو په وړاندې نړيواله ملاتړ ولرو او له تروريستي ډلو سره د مبارزې هوډ لرو.”

افغانستان د روان کال درې فصلونه په سخته جګړه کې تېر کړل او اوس چې ژمی دی داسې نښې نښانې نشته چې وویل شي جګړه به په دغه فصل کې سړه شي.  

Advertisement

تازه خبرونه

د  جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ قلمه لرغوني آثار کشف او تر لاسه شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

په غور ولایت کې له وروستیو سیلابونو وروسته د دغه ولایت د جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ لرغوني قلمه بېلابېل تاریخي آثار کشف او ترلاسه شوي دي.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعیم زیاته کړې، چې دغه تاريخي آثار له سختو اورښتونو وروسته د جام څلي له شاوخوا سيمو څخه ايستل شوي، چې د امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو له‌خوا راټول او حکومت ته وسپارل شول.

عبدالحی زعیم ویلي، چې د دغو آثارو لرغونتوب د غوریانو دورې ته رسیږي.

ویل کیږي، چې دغه تاريخي آثار د غور ولايت سيمه‌ييز موزيم ته سپارل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت وياند ويلي، چې د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد نن (پنجشنبه د غبرکولي درېیمه ) په کابل کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره وکتل.

د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې محمد یعقوب مجاهد په هېواد کې د وروستۍ زلزلې او سېلاب له زیانمنو کسانو سره د قطر له بشري مرستو مننه وکړه.

 د خبرپاڼې له مخې؛ مجاهد دغه راز له قطر سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

ویل کیږي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان خلکو ته د دوستانه اړیکو د ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د ډېرو نورو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي – قطر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۳)

د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی او اسلامي امارت ته یې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درېیمه ) د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه غونډه به د اسلامي امارت د استازي په شتون کې بې پایلې نه‌وي. نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له استازي پرته به دا ډول غونډې بې پالې وي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ روښانه کړی دی.

دې قطري چارواکي دا هم ویلي؛ هېواد یې له نړیوالو هوايي شرکتونو سره کار کوي، چې د قطر او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې په افغانستان کې خپلې الوتنې پیل کړي. له همدې کبله به په نږدې راتلونکي کې یو شمېر قطري سوداګر کابل ته سفر وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوحه کې درېيمې ناستې ته په نغوته کې څرګنده کړې: د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې او نړيوال کنفرانسونه د اسلامي امارت له استازي پرته کومې پايلې ته نه رسېږي؛ نو لازمه ده، چې په داسې غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی وشي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال هم له افغانستان سره د قطر له مرستو مننه وکړه او زياتوي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې او قطري پانګه‌وال کولى شي په دې هېواد کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!