تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د حکمتیار نوم له تور نوملړه لیرې کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو امنیت شوراتېره ورځ( د سلواغې ۱۵کال ۱۳۹۵، چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ له ۳   سره برابره ده) په عمومي ناسته کې  د حکمتیار نوم له تور نوملړه لیرې کړ.

د ملگرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار نوم د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ په شلمه نېټه د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل شوی و.

د امنیت شورا د القاعده او داعش ډلو خلاف د بندیزونو کمیټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې:

د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې؛ د شتمنیو کنګلول، د سفر بندیز او  پر وسلو بنذیز، چې د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال د ۲۲۵۳ پرېکړه لیک په دوه یم پارګراف کې راغلي، نور ګلبدین حکمتیار هدف نه دی.

 د ولسمشر سیاسي سلاکاراکرم خپلواک وایي،  د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حکومت غوښتنه په ورین تندي ومنله له تور نوملړه یې د حکمتیار نوم لیرې کړ.

د نوموړي په وینا؛  د افغانستان حکومت او خلک د حزب اسلامي امیر د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی لري.

کابل ته د ګلبدین حکمتیار د استول شوي ځانګړي استازي کریم امین په وینا، د حزب پوځي څانګه به منحل شي او هیله ده، چې نورې سیاسي ډلې هم پوځي برخې پای ته ورسوي.

نوموړی زیاتوي، چې حکمتیار په افغانستان کې دی او په څو لنډو ورځو کې به د هوکړه لیک د اجرایي کیدو په شرط به څرګند شي.

د سولې  عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وایي؛ حزب اسلامي په ژمنه وفا وکړه او له طالبانو هم غواړو، چې نورې جګړې پای ته ورسوي.

د افغانستان د بشر حقونو د  خپلواک کمیسیون اجرایي رییس محمد موسی محمودي وایي، د حکومت او د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا دا پرېکړه سیاسي پرېکړه او د بشري حقونو سرغړوونکیو ته د بښنې د فرهنګ دوام بولي، چې له عدلي او قضایي څار خوندي پاتې کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته حزب اسلامي له افغان حکومت سره وسلوال مخالفت وکړ. او د ۲۰۰۲ کال د فبروري په شلمه  حکمتیار او د حزب اسلامي د ګوند نور مشران د ملګرو ملتونو د سازمان په تور نوملړ کې شامل شول.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له دې وروسته د هغه شتمنۍ آزادېږي او پر سفر او نورو فعالیتونو یې بندیز له منځه تللی.

د دغه حزب ځینې نور کسان هم په یاد نوملړکې شامل دي، خو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د امنیت شورا خبرپاڼه په ډاګه کوي؛ گلبدین حکمتیار په ۱۹۴۹ کال کې په کندوز کې زیږدلی، په قوم خروټی او د پلار نوم یې عبدالقادر دی، چې د ۲۰۱۱ د مې په شپاړسمه نېټه یې په تور نوملړ کې له نامه سره ځېنې بندیزونه هم راغلي وه.

که څه هم په اعلامیه کې له بندیزونو یادونه نه ده شوې؛ خو په همغه کال کې د حزب اسلامي غړیو په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت منلی و، چې یو یې د کابل د هوایي ډگر پر سړک د یوې پېغلې له خوا پر امریکايي عسکرو ځانمرگی برید و. په دې برید کې هغو ته درنده مرگ و ژوبله رامنځته شوې وه.

د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د حکمتیار نوم په داسې وخت ایستل کیږي، چې ملي وحدت حکومت درې میاشتې وړاندې د نوموړي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ولسمشر غني له ګلبدین حکمتیار سره د ویدیووي کتنې له مخې د تېر دسمبر په ۲۲مه  د سولې تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون یوه مهمه ماده دا وه، چې باید د حزب اسلامي پر مشر او غړیو یې لګیدلي بندیزونه لیرې شي.

 له افغان حکومت سره د سولې له تړون وروسته د ملگرو ملتونو له تور نوملړه د گلبدین حکمتیار د نامه ایستل د دواړو لوریو یوه مهمه هوکړه وه.

ددغې هوکړې له مخې؛ د افغانستان حکومت، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه نږدې دوه میاشتې وړاندې غوښتنه وکړه، چې د حکمتیار نوم دې له تور نوملړه لیرې کړي.

 داپه داسې حال کې ده ، چې څه موده وړاندېد افغانستان ملي امنیت شوراویلي وه، چې حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ پر حزب اسلامي د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په رسمي توګه غوښتنلیک استولی دی، چېد دغه سازمان له تور نوملړه یې وباسي.

ملګرو ملتونو په داسې حال کې د ګبدین حکمیتار نوم د بندیزونو له تور نوملړه وایست،چې د حزب اسلامي غړیو په دې وروستیو کې، کابل ته په اوونیو کې د نوموړي له راتګه خبر ورکړی و.

Trending

Exit mobile version