تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو د بشري حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشتر فولکر تورک د چارشنبې پر شپه د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې له پاکستان څخه افغان کډوالو د ایستلو پر مهال ډېر شمېر د حکومت له نامناسب چلند، نیولو، ناقانونه بندي کولو، د ملکیتونو او شخصي توکو د ویجاړولو او له هغوی څخه د پېسو اخیستلو او زور زیاتي سره مخ شوي دي.

د پاکستان حکومت د میشتو افغانانو په ګډون بې اسنادو بهرنیانو ته یوه میاشت مخکې امر وکړ، چې د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې له دغه هېواده ووځي او ورسره یې زور زیاتی هم پیل کړ.

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ د سپتمبر له ۱۵ او د نوامبر تر ۱۱ پورې له پاکستان څخه څه باندې ۳ سوه ۲۷ زره کسان افغانستان ته ننوتي دي، چې ډېري یې د نیول کېدو او سپکاوي له وېرې وتلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې پاکستانيو چارواکو په ځینو مواردو کې د بې اسنادو کډوالو د شړلو په برخه کې خپلې نړیوالې ژمنې له پامه غورځولې دي.

تورک ویلي؛ دا نوي پرمختګونه له افغان کډوالو د پاکستان له ۴۰ کلن کوربه‌توب او دود سره په تضاد کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له پولې د اوښتو افغانانو په اړه د لومړي لاس راپورونه ترلاسه کړي ، چې ادعا کوي د پاکستانيو چارواکو د خپلسري او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

یو کس ستون شوي کس ویلي: سیمه‌ییزو پولیسو زمونږ پر کور د شپې چاپه وهلې؛ زمونږ له کوره يې نغدې پيسې، ګاڼې، وزې، پسونه او نور توکي له ځان سره بوتلل. دوی مونږ ته یوازې څو ساعته وخت راکړ، چې پاتې توکي راټول او سهار له کوره ووځو. کله، چې مونږ چمتووالی پیل کړ؛ یو بلدوزر زمونږ د کور ویجاړول پیل کړل. مونږ ډېر بې‌وسه ولاړ وو او له اوښکو پر ډکو سترګو مو کلی پرېښود.

تورک ویلي: ډېري افغانان د ډېرو لږو مالي سرچینو پر درلودلو د کورونو او دندو پریښودو ته اړ شوي. سربېره پر دې د رشوت ورکولو او د شتمنیو پریښودو ته اړ شوي دي. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان دا کار بشري وضعیت نور هم خراب او خطرناکه کوي.

نوموړي ویلي؛ د فرد د آزادۍ حق یو بنسټیز حق دی، چې د هرچا لپاره پرته له تبعیضه تضمین شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ستنېدو پروګرام دې تر هغې وځنډوي، چې د انفرادي ارزونې او قانون پلي کوونکیو ادارو له لوري د ناوړه چلند شکایتونه وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version