سوداگري

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو لپاره د قسط پور خدمتونه پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۱)

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالی کمیشنرۍ او د افغانستان د کوچني پورونو لومړنی بانک – د آغا خان پرمختیایي شبکې – د کوچني پورونو یو نوی پروګرام په لاره اچولی، چې د داخلي بې ځایه شویو خلکو، راستنیدونکیو او د کوربه ټولنو له اوسیدونکیو سره مرسته وکړي، چې په کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو کې بوخت دي.

مسوولین وايي، چې پور اخیستونکي کولی شي، چې پدې پورونو واړه سوداګریز فعالیتونه پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د اعلامیې له مخې؛ دا پورونه به له هغو کار و بارونو او شرکتونو لپاره ګټور تمام شي، چې د ښځو لخوا اداره کېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تمه لري، چې د دې پورونو له لارې له ۳۵۰۰ څخه زیاتو خلکوسره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره په پام کې لري، چې د روان کال تر پایه د دغه پروګرام له لارې ۵۰۰ سوداګرو ته ۳۴ میلیون افغانۍ پور ورکړي.

دا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کیشنرۍ لومړنی نوښت دی، چې موخه ترې په تولیدي اقتصادي فعالیتونو کې ګټه پورته ول دي. دا نوښت د لومړيو کوچنيو پورونو د ورکړې مالي بانک لخوا پیل شوی دی. په پېنځه ولایتونو، بلخ، بامیان، هرات، کابل او ننګرهار کې به عملي شي او نورو ځایونو ته به هم  وغزول شي.

د دې مالي پروګرام له مخې: هغه افغان راستنېدونکي او بې ځایه شوي، چې عمریې له ۱۸ څخه تر ۶۰ کلونو پورې وي؛ تذکرې او د سوداګرۍ مناسب پلان ولري کولی شي له ۲۵۰۰۰ افغانیو څخه تر ۳۰۰۰۰۰ افغانیو پور تر لاسه کړي.

بل لور ته د هېواد یوشمېر متشبثې میرمنې وايي، که دا پور د کوچنیو تشبثاتو پرځای په لويو صنایعو کې تزریق شي پایله به یې زیاته ګټوره وي.

متشبثه میرمن نفیسه دانش وایي: مونږ هیله لرو، چې دا پورونه باید لويو صنعتکارانو ته ورکړ شي، چې د هغوی کارونه هم غښتلې شي او هم ورسره کوچني تشبثات وده وکړي؛ ځکه مونږ په تېر کې هم تجربه لرو، چې پر کوچنیو کار و باورنو مو لګښت وکړ؛ خو پایله يي سمه نه وه.

د اقتصادي چاروکار پوهان هم د ملګرو ملتونو له دې پرېکړې هرکلی کوي او زیاتوي، چې د میرمنو وړتیاوو لوړولو لپاره د پور ورکړه اړینه ده.

اقتصادي شنونکی عصمت الله محمدي وایي: زما له نظره د نړیوالو بنسټونو ټول هغه اقدامات د قدر وړ دي، چې له افغانستان سره د مالي پياوړتیا لپاره یې تر سره کوي؛ خو زماله نظره که دا پور لویو پانګوالو ته ورکړ شي، ښايي پایله يي زیاته مثبته وي.

د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ لخوا ترسره شوې ارزونې د کابل، هرات، جلال آباد، کندهار، مزارشریف او ۷۵ ولسوالیو په ښارونو کې ۸۰ لومړیتوب لرونکي سیمې په ګوته کړې دي، چې رسمي مالي لګښتونه یې د ځان بسیاینې پروړاندې یو لوی خنډ دی.

Trending

Exit mobile version