سیمه ییز خبرونه
ملګرو ملتونو په کندهار کې د موندل شوي ډله ییز قبر د څېړلو غوښتنه وکړه
د کندهار چارواکو ویلي؛ د دغه ولایت په سپین بولدک او دامان ولسوالیو کې د موندل شویو ډله ییزو موندل شویو قبرونو څېړنه ښيي، چې دا خلک په جمهوري نظام کې وژل شوي دي.
د کندهار سیمه ییز چارواکي ویلي؛ د سپین بولدک ولسوالۍ له یوه ډله ییز قبره ۱۲ مړي را ایستل شوي دي.
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور احمد سعید د دوشنبې پر ورځ امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل، چې دغه ډله ییز قبر درې ورځې وړاندې موندل شوی دی.
دغه وژل شوي کسان نهه کاله مخکې د جنرال عبدالرازق لخوا له خپلو کورونو او دوکانونو څخه ایستل شوي وه. دوی نیول شوي او بیا پرته له محاکمې وژل شوي.
ویل کیږي، چې نوموړی د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۱۸ په کندهار ولایت کې د والي د ساتونکي په یوه برید کې ووژل شو.
ملګرو ملتونو د دغو ادعاوو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو څارډلو او ملګرو ملتونو په کندهار کې د ډله ييزو قبرونو په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بینیت وايي، اړتیا ده، چې د دغو جسدونو پاتې شوني باید د عدلي طب د معایناتو لپاره خراب او له منځه ولاړ نشي.
د امریکا جاسوسي سپوږمکۍ وتوغول شوه
سیمه ییز خبرونه
د امریکا او ایران خبرې له پایلې پرته؛ پر هرمز تنګي راوڅرخېدې
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د خبرو دغه دوه ورځنی پړاو تر ډېره پر عملي موضوعاتو؛ لکه په هرمز تنګي کې د بېړیو تګراتګ او د ایران د شتمنیو پر آزادولو راڅرخېدلی دی. دا موضوعات مخکې هم د یوې لنډمهالې هوکړې په چوکاټ کې مطرح شوي وه.
په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې پای ته رسیدلي دي؛ خو راپورونه ښیي، چې دغو خبرو اترو د یوې تلپاتې هوکړې پر لوري د پام وړ پرمختګ نهدی کړی.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د خبرو دغه دوه ورځنی پړاو تر ډېره پر عملي موضوعاتو؛ لکه په هرمز تنګي کې د بېړیو تګراتګ او د ایران د شتمنیو پر آزادولو راڅرخېدلی دی. دا موضوعات مخکې هم د یوې لنډمهالې هوکړې په چوکاټ کې مطرح شوي وه.
د راپورونو له مخې: د اټومي پروګرام په اړه خبرې، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دي؛ په دې پړاو کې نهدي شوي او ټاکل شوې په راتلونکو پړاوونو کې پرې بحث وشي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغو خبرو کې پر ځینو موضوعاتو «مثبت پرمختګ» شوی او راتلونکې غونډې به د ایران د پخواني رهبر له جنازې وروسته ترسره شي.
سره له دې، چې د هرمز تنګي وضعیت اوس هم روښانه نهدی او راپورونه ښيي، چې د نړۍ د انرژۍ د دې مهمې لارې د امنیت په اړه اندېښنې او کړکېچونه روان ساتل شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
تهران غواړي پر هرمز تنګي واک وساتي او له بېړیو لګښت واخلي – ایراني سرچینې
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.
دوه ایراني لوړپوړیو سرچینو ویلي؛ تهران هوډ لري، چې پر هرمز تنګي خپل واک نړیوال کړي او په راتلونکي کې له هغو بېړیو، چې خلیج ته ننوځي یا ترې وځي؛ لګښت واخلي.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.
سرچینو زیاته کړې؛ ایراني مرکچیان به تر هغې، چې پر هرمز تنګي د ایران د واک د پر رسمیت پېژندلو موضوع حل شوې نهوي، له واشنګټن سره د خبرو پر نورو اختلافي موضوعاتو بحث پیل نهکړي.
دې سرچینو ویلي؛ که لنډمهاله هوکړه ونهغځول شي، ایران به د روان کال د اګست له نیمايي څخه له تېرېدونکو بېړیو د لګښت اخیستل پیل کړي؛ خو د دغو لګښتونو د کچې په اړه یې اوس هم څه نهدي ویلي.
ایراني سرچینو همداراز ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه رسېږي؛ تهران چمتو دی خپلې غوښتنې د پوځي ځواک له لارې هم پلې کړي او له خپل دریځه به شاته نهشي.
بل لوري ته امریکا ټینګار کړی، چې هیڅ هېواد حق نهلري په نړیوالو اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ لاره وتړي یا د هغوی له تېرېدا لګښت واخلي.
سیمه ییز خبرونه
په فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
د راپورونو له مخې: دا نښتې له هغې وروسته نورې هم سختې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و؛ امریکا ښايي «پر پوځي بریدونو کار پای ته ورسوي» او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ایران به له سختو پایلو سره مخ شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو د زیاتېدو پر دوام دواړو لوریو بیا متقابل بریدونه او سخت تورونه مطرح کړي؛ په داسې حال کې، چې د څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې لنډمهاله هوکړه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې لاسلیک شوې وه.
د راپورونو له مخې: دا نښتې له هغې وروسته نورې هم سختې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و؛ امریکا ښايي «پر پوځي بریدونو کار پای ته ورسوي» او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ایران به له سختو پایلو سره مخ شي.
له دې څرګندونو څو ساعته وروسته، ایران د یکشنبې پر سهار د کویټ او بحرین پر امریکایي پوځي اډو راکټي او بېپیلوټه بریدونه وکړل.
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې، دې بریدونو په فارس خلیج کې د نښتو نوې څپې پیل کړه.
امریکا هم ویلي، چې د هرمز تنګي پر یوه سوداګریز ټانکر د برید په ځواب کې یې د ایران پر پوځي اهدافو نوي عملیات ترسره کړي دي.
د امریکا مرکزي قومنداني(سنتکام) ویلي، چې دا بریدونه د «امریکایي سوداګریزو کښتیو پر ضد د ایران د پرلهپسې دښمنیو» په ځواب کې شوي دي.
سنتکام همداراز ویلي، چې پر نښه شوي اهداف د ایران د پوځي تاسیساتو بېلابېل برخې؛ لکه د څارنې او مخابراتو سیسټمونه، د هوايي دفاع تجهیزات، د بېپیلوټه الوتکو زېرمې او د ماینښودنې وسایل ول.
په همدې حال کې ایران یو ځل بیا امریکا د اوربند د هوکړې پر نقض تورنه کړې او څرګندوي، چې دا بریدونه به د ډیپلوماټیک بهیر مخه پوره ونیسي.
د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې امریکایي اډې به په راتلونکو ورځو کې له «سختو پایلو» سره مخ شي.
امریکایي چارواکو تائید کړې، چې په سیمه کې پر امریکایي پوځي تاسیساتو بریدونه شوي؛ خو تر اوسه د مرګ او ژوبلې یا جدي زیانونو راپور ورکړ شوی نهدی.
هغوی همداراز ویلي، چې وضعیت اوس هم تر څېړنې لاندې دی.
په بحرین کې هم له دې بریدونو وروسته د دوهیم ځل لپاره د خطر زنګونه وهل شوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام له خپل حاکمیت او امنیت ښکاره سرغړونه بللې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
دغه راز د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي؛ دا هغه لاره ده، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو شریانونو څخه شمېرل کېږي او له دې شخړو مخکې د نړۍ شاوخوا یو پر پېنځمه برخه تېل او مایع ګاز له همدې لارې تېرېدل.
د راپورونو له مخې، په خلیج کې د جګړې پر مهال سلګونه کښتۍ او د تېلو ټانکرونه درېدلي وه او د بیا پیل شوي تګ راتګ له کبله نړیوال د تېلو بازار هم له بدلونونو سره مخ شوی دی.
که څه هم امریکا عمان ساحل ته نږدې د جنوبي لارې پر جوړولو ټینګار کړی؛ خو ایران د تنګي د شمالي لارې، چې تر خپل کنټرول لاندې یې ده؛ د کارولو غوښتنه کړې او د کښتیو پر تګ د تعرفې د لګولو احتمال یې هم یاد کړی دی.
په سیمهییزه کچه هم نښتې روانې دي. اسرائیل ویلي، چې د لبنان په جنوب کې یې د حزبالله پر ځواکونو بریدونه کړي او د نبطیه په سیمه کې یې د راکټ توغولو یو مرکز پر نښه کړی دی.
همدارنګه ایران امریکا د سولې د هوکړې د ژمنو پر نقض تورنه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدامات په لبنان کې هم بېثباتي زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په لبنان کې د اوربند هوکړې هم د امریکا پر منځګړیتوب شوې وې؛ خو سره له دې هم نښتې روانې دي. اسرائیل له اشغال شویو سیمو څخه پر نه وتلو ټینګار کړی او حزبالله ویلي: تر هغې، چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان په خاوره کې وي، خپلې وسلې به پر ځمکه کېنږدي.
وضعیت ته پر پاملرنه شنونکي خبرداری ورکوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو شدت کولی شي د سیمې امنیت، د انرژۍ نړیواله سوداګري او د منځني ختیځ سیاسي ثبات ته پراخې پایلې ولري.
-
تازه خبرونه2 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports4 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه5 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه4 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار5 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
