Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له بندیانو سره د طالبانو له بدو کړنو پرده پورته کړې

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

یوناما یا په افغانستان کې د م.م د ماموریت دفتر په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان له خپلو بندیانو سره داسې کړنې ترسره کوي، چې ځورونې او زور زیاتی ګڼل کیدی شي.

یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۵) په خپل خپور شوي ګزارش کې څرګنده کړې، چې د طالبانو د زندانونو بندیان په بدو شرایطو کې ساتل کیږي؛ پر زور یو لړ کارونو ته اړ شوي او ان تر ځورونې لاندې يې ساه ورکړې ده.   

د یوناما دغه موندنې د روان کال د اپریل پر ۲۵ د طالبانو له زندان څخه د ژغورل شويو ۱۳ بندیانو سره له مخامخ مرکو تر لاسه شوي دي.

دغو ژغورل شویو کسانو ویلي، چې طالبانو په ډېر بد وضعیت کې ساتلي او یو شمېر نور راخوشې شوي بندیان ځانونه د طالبانو له لوري د ملکي او امنیتي کارکوونکیو د وژنو شاهدان بولي.    

په افغانستان کې د م.م ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو یا د یوناما مشر په دې اړه وایي، چې: زه د طالبانو په زندانونو کې له ځورونو، زورزیاتي او د ملکي او امنیتي کارکوونکیو له ناقانونه وژنو اندېښمن شوی یم.

د دغه دفتر په ګزارش کې راغلي، چې د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د شیرا په اړوند کلي کې د طالبانو له (کلاتک) نومي زندان څخه ۵۳ بندیان راخوشې شول، چې ۴۵ یې امنیتي او پاتې نور یې ملکي وګړي وه.

د دغه ګزارش پر بنسټ؛ د بندیانو ډېره برخه له ۲۰۱۸ او درې نور له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د طالبانو په بند کې ساتلي شوي وه.   

د ګزارش له مخې؛ طالبانو د بندیانو پښې پر زنځیرونو تړلې وې او د یوشمېر بندیانو پر پښو د ټپونو نښې هم ښکاريدې.  

په ګزارش کې راغلي، چې له یو بندي پرته نورو ټولو په مرکه کې له وهلو ټکولو او ځورونو خبرې کړي دي. یو شمېر بندیانو ویلي، چې د وهلو او ځورونو په بهیر کې طالبانو ترې غوښتل، چې د معلوماتو پر ورکولو اعتراف وکړي.  

د طالبانو لخوا یو شمېر نیول شویو بندیانو ویلي، چې طالبانو دوی له دولت څخه د ملاتړ له امریکایانو سره د کارکولو او دغه راز د دوی پر وړاندې د جنګ کولو پر لامل وهل او ټکولي دي.

ډېرو بندیانو دا هم ویلي، چې د یوې تلخونې په پېنځو کوټو کې، چې له خلکو ډکې وې ساتل کیدل او د خبرو اجازه یې هم نلرله.  

بندیانو دا هم ویلي، چې د ورځې اووه ساعته به یې د چاودیدونکیو توکو پر جوړولو کارته اړ کول، چې ( دا د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار و).  

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په سړو خونو کې ساتل کیدل او د ورځ دوه ځلې یې ډوډۍ او لوبیا خوړله او د دردونو او ټپونو له درملنې پرته یې نورو درملو ته لاسرسی نه درلوده.  

یوناما له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا په هرو دوه کلونو کې د بندیانو په اړه څارنه او ګزارشونه خپروي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د طالبانو د زندانونو په اړه په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې: طالبان او هره تروریستي ډله په هیڅ ځای او هېواد کې قوانینو او قواعدو ته ژمن ندي او نړیوال قوانین هم نه مراعتوي. څه، چې په ګزارش کې راغلي رښتیا دي او د افغانستان حکومت د ټولو قوانینو له مخې اقدام کوي.

 د افغانستان د بشر حقونو سازمان رییس لعل ګل لعل ټینګار کوي، چې په زندانونو کې باید ځورونې وڅارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د یوناما دغه ګزارش رد کړی او هغه یو اړخیز او غرضي بولي، چې د دوی د څرګندونو له مخې؛ له رښتیاوو سره اړخ نه لګوي.  

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!