تازه خبرونه

ملګري ملتونه: افغان حکومت دې له ژمنې سره سم د ښځو ژوند ته پام وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون یوه کمېشنره ثریا صبح رنګ وايي چې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې په خبرو کې باید عدالت په پام کې ونیول شي.

هغه زياتوي چې په جګړه کې ښکېلې خواوې چې جنګي جنایتونه یې کړي باید عدالت ته وسپارل شي. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په لومړي ځل د امنیت، سولې او ښځو په هکله د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک د عملي کولو غونډه په کابل کې وشوه.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره د کړیو ژمنو له مخې اړ دی چې د ښځو د حقونو د غښتلي کولو له پاره څلور د پام وړ ګامونه اوچت کړي. د سولې او شخړو په حل کې د ښځو ونډه، په جګړه ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو خوندیتوب، د ښځو د وړتیاوو لوړول او د هغوی د ژوند ښه کولو له پاره هڅې هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې یې باید افغان دولت عملي کړي.

 په همدې موخه په لومړۍ جوړه شوې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی وايي: “ټولې ادارې مکلفې شوې چې په یادو شویو برخو کې د خپلو کړنو رپوټ دوی ته وسپاري. “

په همدې حال کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمېشنره ثریا صبح رنګ وايي چې له دوی سره داسې وېره شته چې ګني جنګي مجرمین به یو ځل بیا د سولې په پلمه واک ته ورسېږي.

افغان دولت هڅې کوي چې د ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ کال پریکړه لیک چې د ( ښځې او امنیت) تر سرلیک لاندې خپور شوی، په راتلونکو اتو کلونو کې عملي کړي. له دغې برخې سره اروپايي ټولنه او د افغانستان ځینې نور ملګري هېوادونه مالي ملاتړ کوي. 

Trending

Exit mobile version